ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د دارالمعلمين محصلينې له يو لړ ستونزو سر ټکوي

د ننګرهار د دارالمعلمين محصلينې له يو لړ ستونزو سر ټکوي

author avatar
25 Sep 2012 - 14:23
د ننګرهار د دارالمعلمين محصلينې له يو لړ ستونزو سر ټکوي
author avatar
25 Sep 2012 - 14:23

جلال اباد (پژواک ٤ تله ٩١): د ننګرهار عالي دارالمعلمين څوارلس نيم سوه نجونې زده کوونکې تر شنه اسمان او خېمو لاندې په سخته ګرمۍ کې زده کړې کوي.
په جلال اباد ښار کې د دغه دارالمعلمين لسګونو نجونو دغه شکايت نن (د تلې څلورمه) د ګڼ شمېر خبريالانو پر وړاندې د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري ته وکړ.
د ولايتي شورا دغه غړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې مخکې هم د دغه دارالمعلمين نجونو د سرپناه د نشتوالي په اړه ورته شکايت کړى و.
د هغه په وينا، د دې ادارې زرګونه محصلين په خېمو او ګرمۍ کې زده کړې کوي، د اوبو سيسټم نه لري او نه هم ځانګړى ترانسپورټ لري.
زمري زياته کړه، چې د پوهنې وزارت له دغه ولايت سره د مور او ميرې سلوک کوي او ويې ويل، چې که د مرکزي دارالمعلمين دغه حال وي، د ولسواليو دې خداى مل شي.
نوموړي د ننګرهار پر ولايتي چارواکو هم نيوکه وکړه، چې يادو ستونزو ته يې هېڅ پام نه دى اړولى.
د عالي دارالمعلمين د انګليسي ادبياتو يوې محصلې فروزان پژواک اژانس ته وويل، چې د ښوونيز کال له پيله راهيسې دوى په خېمو کې زده کړې کوي.
هغه زياته کړه، چې په خېمه کې په سمه توګه تدريس نه کېږي، ډېرې ټيټي دي، د لمر او ګرمۍ له امله ټولې ښځينه محصلينې په کتابچو او کتابونو ځانونو ته پکې وهي.
فروزان زياته کړه، چې محصلين درسي چپټرونه په خپل لګښت چاپوي او هېڅ ډول ترانسپورټي اسانتيا هم نه لري.
نوموړې وايي: ((د ګرمۍ د ډېروالي او برېښنا د نشتوالي له امله ډېر ځله زموږ ځينې خويندې بې هوښه شوې دي.))
د دغه دارالمعلمين د ساينس د څانګې يوې زده کوونکې ولولې پژواک اژانس ته وويل، چې د ځاى د نشتوالي ترڅنګ دوى ترانسپورټي ستونزې هم لري.
هغې زياته کړه، چې له بهسودو ولسوالۍ څخه هره ورځ زده کړو ته راځي، په منځنۍ کچه يې د مياشتې دوه زره افغانۍ کرايه لګېږي.
د نوموړې په وينا، د کمپيوټر ښوونکى ورته يواځې نوټ ورکوي؛ خو د عملي زده کړو لپاره دغه دارالمعلمين درسي کمپيوټرونه هم نه لري.
فروزان، ولولې او فاطمې د نورو په استازولۍ وويل، چې دولت دې د ښځينه محصلينو لپاره ليليه ورکړي.
د ننګرهار د عالي دارالمعلمين رييس پوهندوى رفېع الله رفېع پژواک اژانس ته وويل، چې د محصلنيو ظرفيت يې د پوهنې وزارت له نورم څخه درې ځلې زيات دى.
نوموړي زياته کړه، چې په ١٣٨٦ لمريز کال کې د ټولو زده کوونکو شمېر دوه سوه پنځه اويا تنه وو؛ خو اوس دغه کچه دوه زره دوه سوه شپېتو تنو ته رسېدلې، چې ١٤٤٠ تنه يې نجونې دي.
پوهندوى رفېع وويل، وزارت ترې غوښتنه کړې، چې نجونو ته زياته ونډه ورکړي؛ څو ټولنې ته ښځينه مسلکي ښوونکې وړاندې کړي.
د دارالمعلمين رييس وايي، چې د هلکانو او نجونو د ليليې دوه ودانۍ ګټې اخيستنې ته چمتو دي خو د اوبو د شبکې د نيمګړې جوړونې له امله تر اوسه ګټې اخيستنې ته نه دي سپارل شوې.
نوموړي زياته کړه، د ننګرهار امنيتي شرايط اجازه نه ورکوي، چې ښځينه محصلينو ته ليليه فعاله کړي؛ ځکه به د هغوى له ليليې څخه د درسي خونو کار واخيستل شي.
رفېع وويل: ((موږ د ولس درسي خونې لرو، چې له شپېتو زياتو شعبو ته بسنه نه کوي.))
نوموړي له پوهنې وزارته غوښتنه وکړه، چې له انکشافي بودجې څخه دې ورته تدريسي ودانۍ جوړه کړي.
د دارالمعلمين مشر وويل، د برېښنا د ستونزې هوارولو په موخه يې د ننګرهار له والي څخه د ٢٤ ساعته برېښنا امر اخيستى او له ٤٠٠ زياتو د لرې پرتو سيمو زده کوونکو ته د ليليې په بدل کې د اعاشې بديل ورکوي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک ته وويل، چې والي ګل اغا شېرزي د بيارغونې له پيسو څخه په مرکز او ولسواليو کې له لسګونو جوماتونو، مدرسو، ښوونځيو، پلونو او سړکونو د جوړولو په برخه کې نغدي مرستې کړې دي.
د والي وياند وويل، د دارالمعلمين ادارې له ولايت سره خپلې ستونزې نه دې شريکې کړې؛ که له دوى د مرستې غوښتنه وشي، ترسره به يې کړي.
عبدالزي زياته کړه: ((که د تدريسي ودانۍ جوړول ډېر لګښت وغواړي، د پوهنې وزارت مسووليت لري، چې جوړه يې کړي او که کم لګښت ته اړتيا ولري، د ننګرهار والي به يې په جوړولو کې اقدام وکړي.))
د پوهنې د رياست وياند محمداصف شينواري پژواک ته وويل، چې د ١٣٩٢ ښوونيز کال لپاره يې د ننګرهار د عالي دارالمعلمين لپاره نوې درسي ودانۍ په پام کې نيولې ده.
د هغه په وينا، د هلکانو او نجونو د ليليو چارې د څلوېښت خونو په درلودلو سره نوي سلنه بشپړې شوې؛ چې په وينا يې، د خونو د شمېر د ډېروالي او ليليه محصلينو د کمښت له امله به د ليليو ګڼ شمېر خونې په درسي خونو بدلې کړي او د نوې ودانۍ تر جوړولو به تر ډېره بريده دغه ستونزه راټيټه کړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.