ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مهترلام کې د يوه پخواني قوماندان په ګډون نهه تنه وژل شوي

author avatar
25 Sep 2012 - 11:30
author avatar
25 Sep 2012 - 11:30

جلال اباد (پژواک ٤ تله ٩١): د لغمان امنيتي چارواکي وايي، چې تېره شپه په مهترلام ښار کې د يوې جګړې له امله څوارلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د تلې په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د الينګار ولسوالۍ د ساو درې يو پخوانى جهادي قوماندان اعظم خان له پنځو ملګرو سره د مهترلام ښار په ابوزيو سيمه کې تر وسلوال بريد لاندې راغى.
هغه زياته کړه، چې وسلوالو مخالفينو دغه کمين د مهترلام ښار د ابوزيو د پله په سيمه کې نيولى و او وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته شوه.
د والي وياند وويل، چې د امنيه قوماندانۍ د راپور له مخې، په دې پېښه کې د وسلوالو مخالفينو قوماندان زرقاوي له څلورو ملګرو سره وژل شوى او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې په دې نښته کې قوماندان اعظم خان هم له درېيو ملګرو سره وژل شوى او يو ټپي د لغمان په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دى.
سرحدي ځواک وويل، سره له دې چې په الينګار ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو رسمي تشکيل نه دى جوړ شوى، خو په پام کې وه، چې اعظم خان د هغوى مشري وکړي.
د سيمې يو مخور، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې قوماندان اعظم خان د حکمتيار د حزب اسلامي اړوند يو پخوانى سرګروپ و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې،د نوموړي پلار قوماندان حاتم پخوا د حزب د مشر د پرېکړې له مخې وژل شوى و.
نوموړي زياته کړه، چې ويل کېږي قوماندان اعظم په لغمان کې د حزب د پخواني امر ناصر منصور په وژنه کې هم لاس درلود.
دغې سرچينې وويل، چې په دې پېښه کې يواځې يو طالب وژل شوى، خو د اعظم خان د درېيو ملګرو د وژل کېدو ترڅنګ د هغه يو ملګرى ټپي او دوه يې لادرکه دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد دعوه کړې، چې د ابوزيو او کچور په سيمو کې د شپې تر اوو بجو جګړه شوې، چې په کې د ابرار، اعظم او اکرم په نومونو د سيمه ييزو پوليسو مشران وژل شوي او پنځه تنه نور يې ټپيان شوي، خو ده زياته کړه چې يو طالب هم په دې جګړه کې وژل شوى دى.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د لغمان د مرکز اړوند په هرمل، ابوزيو، دليل کلا، ميدانيو، کټل او بسرام سيمو کې وسلوالو مخالفينو پراخ شتون پيدا کړى دى.

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.