ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عربي امارات په تورخم کې د سوداګرۍ وچ بندر جوړوي

عربي امارات په تورخم کې د سوداګرۍ وچ بندر جوړوي

author avatar
26 Sep 2012 - 11:51
عربي امارات په تورخم کې د سوداګرۍ وچ بندر جوړوي
author avatar
26 Sep 2012 - 11:51

جلال اباد (پژواک ٥ تله ٩١): د ننګرهار د ګمرک رياست وايي، چې متحده عربي امارات غواړي د سل ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت په تورخم کې د سوداګرۍ وچ بندر جوړ کړي.

د ګمرک رييس احسان الله کامه وال د تلې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې له ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال سره د عربي اماراتو دولت د دغه بندر د جوړولو ژمنه کړې ده.

هغه زياته کړه، چې د اماراتو دولت غواړي دا ډول بندرونه د هرات په اسلام کلا او د کندهار په سپين بولدک سرحدي ښارګوټو کې هم جوړ کړي.

کامه وال وايي، تېره ورځ يې په تورخم کې د ګمرک او ښارواليو د مسوولينو ترڅنګ د سرحدي پوليسو له کميسار سره ګډه غونډه درلوده او له هغو يې غوښتنه وکړه، چې سر له ننه دې هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې خپله پانګه له نقشې پرته په خپلسرو ودانيو ولګوي.

نوموړي وويل، چې تورخم ته څېرمه يې د سوداګرۍ وزارت پنځه شپېته جريبه ځمکه چې پخوا د بندروالۍ لپاره جلا شوې وه، سروې کړې او غواړي چې دغه ځمکه د دوبۍ د حکومت په واک کې ورکړي.

د ننګرهار د ګمرک رييس زياتوي، تر اوسه دا معلومه نه ده، چې پر دې پروژې رسمي کار کله پيل شي، خو د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ په دې اړه خبرې روانې دي.

د هغه په وينا، د ماليې د وزير په لارښوونه تورخم ته تللى و او تمه لري، چې د دوبۍ د دولت او کمپنيو استازي به په نږدې راتلونکې کې د بندرګاه په ډيزاين او رسمي سروې کار پيل کړي چې بيا به يې د قرارداد چارې هم ترسره شي.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې مشر انجنير محمدقاسم يوسفي پژواک ته وويل، پاکستان غوښتل چې د (فري زون) په نوم له ګمرکي محصولاتو پرته په افغانستان کې سوداګريز بندرونه جوړ کړي، چې د افغانستان سوداګرو يې مخالفت وکړ.

د هغه په وينا، د پاکستان د لوري د (فري زون) سوداګريز مرکزونو جوړول د افغانستان په عايداتو او صنايعو بده اغېزه کوي؛ د صنايعو د صادرولو مخه نيسي او ګمرکي عايدات راټيټوي.

يوسفي خوښي وښوده، که د اماراتو حکومت په تورخم کې چې له بحر لرې پروت دى، وچ سوداګريز بندر جوړ کړي، د افغان سوداګرو ستونزې به راکمې، له کراچۍ او نورو بحري بندرونو سره به د توکو راکړه ورکړه اسانه او سوداګري به ورسره پراختيا ومومي.

نوموړي زياته کړه، ښايي په دغه کار سره د ختيځې سيمې د سوداګرو سوداګري څو برابره زياته شي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک ته وويل، چې څه موده وړاندې په دې اړه د اماراتو د دولت يوه پلاوي له والي ګل اغا شېرزي سره کتلي وو او والي هم دوه مياشتې وړاندې د دوبۍ د حکومت له مسوولينو او کمپنيو غوښتنه کړې وه، چې په تورخم کې دې پانګونه وکړي.

 د هغه په وينا، ولايتي اداره يې چمتو ده، د اماراتو کمپنيو او دولت ته د سوداګرۍ د پانګونې په برخه کې د تاسيسات او ودانيو لپاره د اړتيا وړ ځمکه په واک کې ورکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.