ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستاني ځواکونو د ګوشتې سرحدي خلکو ته د کوچېدو ګواښ کړى

پاکستاني ځواکونو د ګوشتې سرحدي خلکو ته د کوچېدو ګواښ کړى

author avatar
27 Sep 2012 - 17:00
پاکستاني ځواکونو د ګوشتې سرحدي خلکو ته د کوچېدو ګواښ کړى
author avatar
27 Sep 2012 - 17:00

جلال اباد (پژواک ٦ تله ٩١): د ننګرهار چارواکي او قومي مشران وايي، چې پاکستاني دولت د ګوشتې ولسوالۍ سرحدي کلي ګواښلي، چې کډه وکړي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي فريدون مومند دغه څرګندونې په هغې ستره غونډه کې وکړې، چې نن (د تلې ٦مه) په ګوشتې ولسوالۍ کې جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې چې د مومند د قوم زرګونه خلک راغونډ شوي وو، فريدون مومند زياته کړه، چې پاکستاني نظامي چارواکو د ګوشتې ولسوالۍ د ماما خېلو، خوګاخېلو، دوړ خېلو کليو ته ګواښ کړى، چې له خپلو سيمو څخه دې ووځي.

هغه وايي، چې تر دې وړاندې د نظرخېلو، ملاخېلو، يعقوبي کنډو، ريناو پارچاو خلکو ته چې د لعل پورې ولسوالۍ اړوند سيمې دي، هم پاکستاني دولت اخطار ورکړى و، چې له خپلو کليو دې کډې بار کړي.

فريدون مومند وويل، چې د لعل پورې ګڼې سرحدي سيمې له څه مودې راهيسې پاکستاني پوځيانو په توپچي مرميو ويشتلې او له دوو اونيو راهيسې يې د ګوشتې ځينې سيمې هم تر نښې لاندې راوستلې دي.

د ولسي جرګې دغه غړى وايي، چې د ګوشتې ولسوالۍ هغه قومي مشران چې په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تېروي، په مومندو ايجنسۍ کې پاکستاني پولېټيکل ايجنټ (د مرکزي دولت سياسي استازي) را غوښتى و او ورته يې ګواښ کړى، که مومند له خپلو سيمو کډې بار نه کړي، بيا به د ګيلې حق نه لري.

فريدون مومند وويل، چې پاکستان د لعل پورې سيمې په توپونو ولي؛ خو د ګوشتې خلکو ته يې خبر ورکړى، چې غواړي د دوى په خاوره کې پياده عمليات ترسره کړي.

د هغه په وينا، قوم يې هېڅ کله جګړه نه ده غوښتې، خو که پاکستان پرې بريد وکړي له خپلو وسلو او امکاناتو به له ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع وکړي.

مومند وويل، چې ولايتي اداره، د پوليسو، اردو او ملي امنيت د مشرانو ترڅنګ يې ولسي جرګه، دفاع وزارت او کورنيو چارو وزارت له يادې ستونزې خبر کړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې تېره شپه پاکستاني ځواکونو د لعل پورې ولسوالۍ پر يعقوبيو کنډو د توپونو لسګونه ډزې کړې، چې دوى ترې ولايتي اداره خبره کړې ده.

فريدون مومند ګواښ وکړ، که پاکستاني ځواکونه د دوى په سيمو کې عمليات پيل کړي او دوى يې مقابلې ته راپورته شي، پاکستان دښمنه قوتونو ته به هم خپله ځمکه په واک کې ورکړي چې د هغوى پر خلاف يې وکاروي.

خو نوموړي په دغه برخه کې د کوم هېواد او ډلې نوم ياد نه کړ.

د خوګا خېلو او خوېزو د سيمو قومي مشرانو ملک دلاور او ملک محمد انور پر افغان دولت نيوکه وکړه، چې د داوود خان او کمونستانو له رژيم څخه هم کمزورى دى.

ملک محمد انور زياته کړه، هغه وخت پاکستان د حملې جرئت نه شو کولى؛ خو اوس چې ټوله دنيا له وسلې سره مجهزه راغلې پاکستان د حملې اقدام کوي.

ملک دلاور خان وويل: ((په هر ډول حالاتو کې به له خپلې خاورې ننګه کوو؛ خو د دې حالاتو مسوولت د ناټو او امريکايي ځواکونو پر غاړه دى.))

د دوړ خېلو قومي مشر حاجي عبدالحنان پژواک ته وويل، چې دا څوم ځل دى چې پاکستان د مومندو په خاوره حمله کوي.

حاجي عبدالحنان وويل: ((پاکستان تېره شپه د لعل پورې ځينې سيمې او د يعقوبيو کنډو د توپ په ٩٠ مرميو ويشتلي دي.))

د ګوشتې ولسوال ډاکټر عيسى خان ځواک پژواک ته وويل، چې له څو ورځو راهيسې پاکستاني دولت د مومندو خوګا خېلو قوم ته ګواښ کړى، چې سيمې دې پرېږدي.

هغه زياته کړه، دغه ستونزه يې له والي ګل اغا شېرزي سره شريکه کړې. د سلالې، کروندې، ګټو، لکړۍ، تريلي، انارګي، توتکۍ خلکو ته ډاډ ورکوي، چې له خپل سرحده به په کلکه دفاع کوي.

ډاکټر ځواک وويل، په دې اړه يې دوه ځلې له قومي مشرانو سره غونډې کړې او د خپل هر ډول ملاتړ ډاډ يې ورکړى دى.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک ته د توغنديزو بريدونو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه وکړه؛ خو زياته يې کړه، چې نن (پنجشنبې) د ملي دفاع وزير د لوى درستيز مرستيال او د کورنيو چارو وزارت د پوليسو مشر د ننګرهار والي سره د کورنيو او سرحدي ګواښونو په اړه ځانګړې ناسته درلوده.

هغه زياته کړه، چې ګل اغا شېرزي سرحدي ځواکونو ته اړينې لارښوونې کړې او د قومونو له حرکته ملاتړ کوي.

د يادونې ده، چې دوه اوونۍ وړاندې پژواک په لومړي ځل د ننګرهار پر سرحدي سيمو د پاکستان له توغنديزو بريدونو پرده پورته کړه، چې هغه مهال دولتي چارواکو د نظر له ورکول ډډه کوله.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.