د جاغوريو يو شمېر خلکو د نيول شوو ملايانو خوشي کېدل وغوښتل

دین او کلتور

د ارشیف عکس

غزني ښار (پژواک ۶ تله ۹۱): د غزني د جاغوريو ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې د هغو ملا امامانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه، چې پر دُرو د يوې نجلۍ د وهلو په تور نيول شوي دي.

ياد کسان څو ورځې وړاندې د دولت له خوا په دې تور ونيول شول، چې ګواکې په دې ولسوالۍ کې يې يوه نجلۍ پر دُرو وهلې، ځکه له يوه ځوان هلک سره يې نامشروع اړيکې درلودې.

د دغه لاريون يوه ګډونوال محمدحسين د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى د نيول شوو ملا امامانو د خوشې کولو په موخه سوله ييز لاريون ترسره کړ.

هغه زياته کړه، تر هغه به دغو لاريونونو ته ادامه ورکوي، تر څو چې نيول شوي امامان نه وي خوشي شوي.

حسين وايي، چې دا د يادو ملايانو لپاره دسيسه جوړه شوې وه، په داسې حال کې چې په دې ولسوالۍ کې هېڅ يوه نجلۍ په دُرو نه ده وهل شوې او نه هم کوم ځوان جريمه شوى دى.

د نوموړي په وينا، ځايي دولتي چارواکو ورسره ژمنه وکړه، چې نيول شوي څلور ملا امامان په ضمانت خوشي کړي.

د جاغوريو ولسوالۍ امنيه قوماندان حاجي اسدالله هم ومنله، چې نن د دې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو سوله ييز لاريون وکړ.

هغه زياته کړه، چې د نيول شوو ملا امامانو دوسيې د غزني ښار څارنوالۍ ته استول شوې دي.

نوموړى وايي، چې دغو ملا امامانو د پلټنو پر مهال دا ادعا رد کړې چې ګواکې کومه نجلۍ يې په دُرو وهلې ده.

 

 

د هغه په وينا، يادې نجلۍ ادعا کړې چې همدغو ملا امامانو وهلې ده، خو امنيه قوماندان وايي، چې په دې اړه يې څېړنې روانې دي.

د يادونې ده، چې وړمه ورځ په کابل کې هم ګڼ شمېر کسانو د دې پېښې پر ضد لاريون کړى و. 

نښه: 

نظر ورکړئ