ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قتل په جرم يو تن پر اعدام محکوم شو

د قتل په جرم يو تن پر اعدام محکوم شو

author avatar
27 Sep 2012 - 14:26
د قتل په جرم يو تن پر اعدام محکوم شو
author avatar
27 Sep 2012 - 14:26

جلال اباد (پژواک ٦ تله ٩١): د جلال اباد ښاري محکمې د تلې په شپږمه يوه تن د قتل په جرم پر اتلس کاله تنفيذي بند او اعدام محکوم کړ.

په دې ډاګيزه محکمه کې، چې د جلال اباد په ښاري محکمه کې ترسره شوه، د دواړو لورو استازو ګډون کړى و.

د محکمې په پيل کې موظف څارنوال عبدالله کاکړ صورت دعوه ولوسته.

هغه وويل، مجيب الرحمن، چې د سيدجان زوى او د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى، اوس مهال د ښار په دويمه ناحيه کې ژوند کوي، په خپلې ولسوالۍ کې يې د پاچاګل په نوم د سيمې له يوه اوسېدونکي سره د ځمکې دعوه درلوده.

د څارنوال په وينا، مجيب الرحمن دغه راز له خپل ماما سره کورنۍ لانجه درلوده او له دې امله ورسره وران و، چې ولې يې لور د ده مخالفينو ته کوژده کړې ده.

نوموړى وايي، چې مجيب الرحمن د ماما کور ته ځي، هلته ډزې کوي چې له امله يې د ماما ښځه لومړى ټپي کېږي، خو وروسته په روغتون کې ساه ورکوي.

د هغه په وينا، قاتل مجيب الرحمن د ولسي خلکو په مرسته له نيولو وروسته پوليسو ته وسپارل شو.

عبدالله کاکړ وويل، چې د پېښې په ځاى کې موندل شوې د تومانچې د مرميو اووه پوچک او د وژل شوې او ټپيانو تصويرونه عدلي طب ته سپارل شوي وو او دا يې ثابته کړې، چې وژل شوې ګلالۍ او ټپيان د مجيب الرحمن پر تومانچې لګېدلي دي.

مدافع وکيل عبيدالله زاهد د خپل موکل په اړه وويل، چې هغه د ماما له کورنۍ او د ماما له ښځې سره ستونزه درلوده.

هغه له موظف څارنواله وغوښتل، چې بايد هغه تومانچه يې هم ترلاسه کړې واى، په کومه چې د عزيز ګل مېرمن ګلالۍ وژل شوې وه.

مدافع وکيل رد کړه، چې ګوندې ياد قتل د ده د موکل له خوا ترسره شوى دى.

خو د وژل شوې ګلالۍ زوم زراب شاه وويل، د شپې له خوا، چې دى هم د خپل خسر په کور کې و، مجيب الرحمن د دروازې پر سر را واوښت او پر ډزو کولو يې لاس پورې کړ.

هغه زياته: ((په دې ډزو کې زما خواښي ګلالۍ ووژل شوه، زما يو پنځه کلن زوى او د ګلالۍ دوه زامن ټپيان شول.))

د وژل شوې ګلالۍ خاوند ګل عزيز هم وويل، چې مېرمن يې د خپل خوريې مجيب الرحمن له خوا وژل شوې او هغه ته يې د اعدام غوښتنه وکړه.

خو قاتل مجيب الرحمن رد کړه، چې ګواکې ده د خپل ماما ښځه وژلې او څلور تنه نور يې ټپيان کړي دي.

د محکمې په پاى کې د ښاري محکمې رييس قاضي امير زاده تسل د دواړو خواوو د د عوو له اورېدلو وروسته په ځانګړې خونه کې دا پرېکړه وکړه، چې مجيب الرحمن د جزا د قانون د ٢٩مې او ٣٠مې مادو په پام کې نيولو سره د درې تنو په ټپي کېدو پر شپږ شپږ کاله تنفيذي بند، چې ټول ١٨ کاله کېږي، محکوم کړاى شو.

دغه راز نوموړى د قتل په جرم، چې د خپل ماما ښځه ګلالۍ يې وژلې، د جزا د قانون د ٣٩٥مې مادې د لومړي او دويم بند او د ١٥٦مې مادې په رعايتولو سره پر اعدام محکوم شو.

د محکمې رييس له موظف څارنواله غوښتنه وکړه، چې په دې پېښه کې نور لاس لرونکي عبدالحميد، حميدجان او سيدالرحمن دې تر څارنې لاندې لري.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.