د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پاکستان بريدونو په ننګرهار کې سلګونه کورنۍ کوچېدو ته اړې کړې

د پاکستان بريدونو په ننګرهار کې سلګونه کورنۍ کوچېدو ته اړې کړې

Sep 27, 2012 - 16:29

جلال اباد (پژواک ٦ تله ٩١): د ننګرهار د لعل پورې، کامې او ګوشتې ولسواليو يو شمېر قومي مشران وايي، چې له دوو اوونيو راهيسې د پاکستان د پرله پسې توپچي بريدونو او ګواښونو له امله سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي فريدون مومند د تلې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لعل پورې ولسوالۍ له نظرخېلو، ملاخېلو، يعقوبيو او رېنا پارچاو سيمو څخه نږدې زر کورنۍ کډوالې شوې دي.

هغه زياته کړه، چې دغه کورنۍ له دوو اوونيو راهيسې د پاکستان د بريدونو له وېرې تېښتې اړې شوې دي.

فريدون وويل، چې کډوالې شوې کورنۍ د لعل پورې، مومنددرې، کامې او بهسودو ولسواليو کې مېشتې، خو تر اوسه ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده ترسره شوې.

د ولسي جرګې دغه غړي او قومي مشر پر ولايتي ادارې غږ وکړ، چې له کډوالو کورنيو سره دې خوراکي او لوژستيکي مرستې وکړي.

فريدون مومند اندېښنه وښوده، که پاکستاني بريدونه او ګواښونه همداسې دوام ولري، ښايي د ګوشتې د سرحدي سيمو خلک هم کډوالۍ ته اړ شي.

يوه قومي مشر ملک محمدانور د هېواد پر سياسي ګوندونو غږ وکړ، چې له مرکزي دولته دې د ګوشتې د خلکو د کډوالۍ په اړه پوښتنه وکړي.

نوموړي زياته کړه، پاکستان او افغانستان وروڼه هېوادونه دي، افغان دولت دې له امنيت شورا د مرستې غوښتنه وکړي؛ څو پاتې خلک کورنو پرېښودلو ته اړ نه شي.

د کامې ولسوالۍ يوه قومي مشر عبدالوکيل مټاخېل پژواک ته وويل، چې د دوى ولسوالۍ ته هم لسګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د نظرخېلو د قوم ګڼ شمېر قومي مشران له تېرو دوو مياشتو راهيسې د لعل پورې په چکنور سيمه کې په مرموز ډول وژل شوي او اوسېدونکي يې له خپلو سيمو کوچېدلي دي.

د ګوشتې ولسوال ډاکټر عيسى خان ځواک پژواک ته وويل، چې د سرحدي سيمو اوسېدونکو پرېکړه کړې، چې د لعل پورې د خلکو په څېر به خپل کورونه نه پرېږدي او له خپلو سيمو څخه به دفاع کوي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک ته وويل، چې د ولايت مقام د خلکو له کډوال کېدو معلومات نه لري او نه هم په جريان کې اچول شوى خو ويې ويل، چې ولسوالان مکلفيت لري، چې دوى ته په دې اړه معلومات ورکړي.

د والي وياند وويل، ولايتي ادارې يې پخوا هم له بې ځايه شوو کډوالو سره اړينې مرستې کړي او دغه چاره به بيا هم ترسره کړي.

د يادونې ده، چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې پاکستاني ځواکونو د کونړ پر سرحدي سيمو د بريدونو لړۍ هم پيل کړې، چې د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې په دغو بريدونو کې تر اوسه تر ٥٠ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته په دې اړه شکايت وکړ او د دغو بريدونو د درېدو غوښتنه يې وکړه.

ولسمشر کرزي تېره ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې کلنۍ غونډې ته په خپله وينا کې په ډاګه کړه، که دغه بريدونه بند نه شي، نو پاکستان سره اړيکې خرابېداى شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan