ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په غزني کې د پاڅون کوونکو په نوم څلور تنه نيولي

طالبانو په غزني کې د پاڅون کوونکو په نوم څلور تنه نيولي

author avatar
27 Sep 2012 - 17:27
طالبانو په غزني کې د پاڅون کوونکو په نوم څلور تنه نيولي
author avatar
27 Sep 2012 - 17:27

غزني ښار (پژواک ۶ تله ۹۱): وسلوال طالبان وايي، چې د غزني ولايت اته پاڅون کوونکي يې نيولي دي، خو د پاڅونيانو مشر وايي، چې طالبانو څلور عام وګړي نيولي دي.

د غزني په اندړو ولسوالۍ کي د ولسي پاڅون قوماندان فيضان الله فيضان د تلې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو نن غرمه مهال د اندړو ولسوالۍ څلور عام اوسېدونکي پر لويه لاره له موټره ښکته کړي او له ځان سره يې بيولي دي.

د هغه په وينا، وسلوالو طالبانو دغه کسان له دې امله له موټره ښکته کړي، چې ګواګې دغه کسان د ولسي پاڅون غړي دي.

فيضان زياته کړه، چې دغه عام وګړي دي او له ولسي پاڅون کوونکو سره هېڅ ډول اړيکې نه لري.

خو وسلوال طالبان بيا وايي، چې نيول شوي اربکيان دي او د دوى له خوا غزني ښار ته نږدې نيول شوي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وويل، چې نيول شوو کسانو پر خپل اربکيتوب اعتراف کړى دى.

نوموړى وايي، چې دوى سره به د شرعي له مخې چلند وشي.

د يادونې ده، چې وسلوال طالبان د اندړو پاڅون کوونکو ته اربکيان وايي او له تېرو څو مياشتو راهيسې د دواړو ډلو ترمنځ نښتې روانې دي. 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.