ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې دوه طالب سرګروپان ووژل شول

په جوزجان کې دوه طالب سرګروپان ووژل شول

author avatar
27 Sep 2012 - 16:49
په جوزجان کې دوه طالب سرګروپان ووژل شول
author avatar
27 Sep 2012 - 16:49

شبرغان ( پژواک ٦ تله ٩١): په جوزجان ولايت کې يو شکمن طالب ادعا کوي، چې دوه طالب سرګروپان يې وروسته له هغه ووژل او له دولت سره يو ځاى شو، چې هغوى ترې د جنسي عمل غوښتنه وکړه.

هغه چې محاذالدين نومېږي وايي، چې نن يې د قوش تيپې ولسوالۍ  په تراغلي کلي کې دوه طالب سرګروپان پر ډزو وژلي او ځان يې امنيتي چارواکو ته سپارلى دى.

محاذالدين، چې ١٩ کلن دى، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له خلکو سره د دغو وسلوالو سرګروپانو غير انساني او نا مشروع چلند او له ده څخه د جنسي اړيکو غوښتنه د دې لامل شوه، چې هغوى ووژني.

هغه ادعا وکړه: “دغو دوو سرګروپانو نن سهار له مانه د لواطت غوښتنه وکړه او ماته يې وويل، چې راشه او تر يوې بړستنې لاندې له موږ سره ويده شه، خو د هغوى دې غوښتنې زه په غوسه کړم او هغوى مې ووژل.”

نوموړي د وژل شوو کسانو نومونه ملا کمال د طالبانو سيمه ييز سرګروپ او دويم د ملا شفيق په مستعار نامه د پاکستان د کوېټې اوسېدونکى ياد کړل او ويې ويل، چې هغوى په قوش تيپه کې د مولوي جانان د ډلې اړوند وو او پاکستان ته يې هم تګ راتګ درلود.

د محاذالدين په وينا، هغه يو کال له طالبانو سره وو، خو کله چې د هغوى له غير انساني او غير اخلاقي کړنو خبر شو، نو ځان يې د ملي امنيت مسؤولينو ته وسپاره.

د جوزجان د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې محاذ الدين د دې دوو سرګروپانو له وژلو وروسته له يو ميل کلاشينکوف، يوې تومانچې او يوه موټرسايکل سره دولت ته تسليم شوى دى.

سرچينې ومنله، چې دغو دوو سرګروپانو له دغه ځوان څخه څو ځلي د نامشروع عمل غوښتنه کړې وه.

د قوش تيپې ولسوالۍ  د تراغلي کلي اوسېدونکي وويل، چې د کلي خلکو له يوې تپې نه دوه مړي راښکته کړي، خو دا چې پر مخونو يې زياتې ګولۍ لګېدلي دي، د پېژندلو وړ نه دي.

هغه زياته کړه، چې هغوى هم اورېدلي دي، چې يوه طالب دغه دوه کسان وژلي او تښتېدلى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد مني، چې محاذ الدين د طالبانو په ليکو کې و، خو هغه خپله يو منفور او بدکاره انسان و او د طالبانو د بدنامولو لپاره له دولت سره يو ځاى شوى دى.

هغه پژواک ته وويل: “دغه کس، چې زموږ د دوو سرګروپانو د وژلو ادعا يې کړې ده، موږ په دې نومونو په قوش تيپه کې سرګروپان نه لرو او د هغه ادعا ردوو.”

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.