ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ګوشتې ولسوالۍ کې هم د امريکايي فلم پر ضد لاريون وشو

په ګوشتې ولسوالۍ کې هم د امريکايي فلم پر ضد لاريون وشو

author avatar
27 Sep 2012 - 16:18
په ګوشتې ولسوالۍ کې هم د امريکايي فلم پر ضد لاريون وشو
author avatar
27 Sep 2012 - 16:18

جلال اباد (پژواک ٦ تله ٩١): د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو په امريکا او فرانسه کې د اسلام د ستر پيغمبر پر ضد د خپرو شوو کارتونونو او فلم په غبرګون کې سوله ييز لاريون وکړ.

دغه لاريون، چې په کې سلګونو قومي مشرانو او خلکو برخه اخيستې وه، نن د تلې په ٦مه د ګوشتې ولسوالۍ په مرکز کې ترسره شو.

لاريون کوونکو د امريکا، غربي نړۍ او د هغه فلم د جوړوونکو پر ضد شعارونه ورکول چې د اسلام ستر پيغمبر ته يې سپکاوى کړى دى.

د لاريون يوه ګډونوال او قومي مشر عبدالوکيل مټاخېل پژواک اژانس ته وويل، چې دوى په امريکا او فرانسه کې د اسلام د ستر پيغمبر پر ضد د سپکوونکي فلم او کارتونونه په کلکه غندي.

هغه زياته کړه، چې افغان دولت دې له ډېپلوماتيکو لارو په امريکايي او فرانسوي حکومتونو فشار راوړي، چې دغو بې ادبو کسانو ته په ډاګيزه محکمه کې سزا ورکړي.

د مظاهرې يو بل ګډونوال ملک نادرخان خوګاخېل پژواک ته وويل، چې اسلامي مقدساتو ته په سپکه کتونکي د اسلامي نړۍ دښمنان دي.

د نوموړي په وينا، د دغه ډول فلمونو په خپرولو سره په نړۍ کې فرهنګي او مذهبي ټکرونه رامنځ ته کېږي او د غربي نړۍ پر وړاندې د مسلمانانو احساسات راپاروي.

د مومندو د قوم يوه مشر او د ولسي جرګې غړي فريدون مومند، چې له لاريون کوونکو سره يې شعارونه بدرګه کول پژواک ته وويل، چې د فلمونو خپرول د اسلام د ستر استازي عظمت او لوړتيا ته زيان نه شي رسولى.

د ګوشتې ولسوال ډاکتر عيسي خان ځواک پژواک ته وويل، چې له خوېزو څخه پيل شوى دغه لاريون ولسوالۍ ته په را رسېدو په سوله ييز ډول پاى ته ورسېد.

د يادونې ده، چې د ختيځو ولايتونو په ګڼو ولسواليو کې روانه اوونۍ له سپکاوي ډک د خپور شوي فلم پر ضد سوله ييز لاريونونه ترسره شوي دي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.