ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوو ملكي وګړو او څلورو طالبانو ته مرګ ژوبله واښته.

author avatar
28 Sep 2012 - 11:47
author avatar
28 Sep 2012 - 11:47

لښكرګاه (پژواك، ۷ تلې۹۱)  : په دوو بېلابېلو پېښوكې دوو ملكي وګړو او څلورو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د هلمند دامنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد فرهنګ د تلې په ۷ مه پژواك خبري اژانس ته وويل ، چې نن سهار دلښكرګاه په ښاركې دبهرنيو ځواكونو يوه زغره وال ټانګ دوه ملكي وګړي لاندې كړل  ،چې يو ماشوم ووژل شو اويوه  مېرمن  يې ټپي كړه.

فرهنګ وايي ، ماشوم چې شاوخوا اته كاله عمر يې درلود، د پېښي په ځاى كې ووژل شو  او مور يې ټپي شوه، چې اوس مهال په روغتون كې ده.

په لښكرګاه كې د پوليسود ۷۰۷ زون قوماندان جنرال عصمت الله دولتي زي وويل ، دوى ددې پېښې غندنه كوي او عاملين  به يې خامخا د قانون منګولو ته  سپاري.

نوموړي د يا وژل شوي ماشوم او  ټپي مېرمنې كورنۍ  ته ډاډ وركړ ،چې ددې پېښې څېړنه  به په هرډول ، چې وي كوي او كورنۍ ته به يې  زيان ترې اخلي.

د وژل شوي ماشومان پلار محمد ګل ، چې خپله هم په دې پېښه کې شامل و، وويل، چې  زوى او ميرمن يې  په موټرسايكل ورسره  سپاره وو  او ترافيكو له واټ څخه  دتېرېدو اجازه ورته وكړه ، خو بهرنيو ځواكونو په لوى لاس  په  ټانګ ووهل ، چې  زوى يې  ورته وواژه، مېرمن يې ورته ټپي كړه او دى خپله له پېښې روغ ووت.

په لښكرګاه كې د بېړنيو مرستو يوتن كاركوونكي پژواك ته وويل، چې دوى ته له دې پېښې   دوه  تنه راوړل شوي وه ،چې يوماشوم پكې مړ شوى او  يوه ميرمن ټپي ده.

ديوبل خبر له مخې ،دامنيه قوماندانۍ وياند فريد احمد فرهنګ وايي، چې تېره شپه په نادعلي ولسوالۍ كې څلور تنه  ددولت وسلوال مخالفين د ايساف په هوايي بريد كې هغه وخت ووژل شول ،چې دوى غوښتل پر امنيتي پوستې بريد وكړي.

دده په وينا، چې پېښه د يادې ولسوالۍ په شنه كلي كې د شپې ۱۱ بجې رامنځته شوې ده .

د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي خپل  لور ته  د مرګ ژوبلې خبره  رد کړه ، خو وايي چې په ياده  سيمه كې يې د پوليسو په څلورو امنيتي پوستو بريدونه كړي، چې ګڼه مرګ ژوبله يې ورته  اړولې ده. 

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.