ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د سولې لپاره دې د سيمې هېوادونه دوه مخیز سياست پرېږدي

د افغانستان د سولې لپاره دې د سيمې هېوادونه دوه مخیز سياست پرېږدي

author avatar
28 Sep 2012 - 16:19
د افغانستان د سولې لپاره دې د سيمې هېوادونه دوه مخیز سياست پرېږدي
author avatar
28 Sep 2012 - 16:19

کابل(پژواک،٧تله٩١): د سولې د عالي شورا د دارلانشا مشر وايي، د سيمې هغه هېوادونه، چې په افغانستان کې سوله غواړي، نو له دوه ګوني سياست څخه دې تېر شي‌.

د سولې د عالي شورا د دارلانشاء مشر معصوم ستانکزي تېره ورځ ناوخته د سولې د نړيوالې ورځې په وياړ د يو ناما له خوا يوې جوړې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل ،چې د افغانستان او ګاونډيانو امنيت يو پر بل پورې تړلى دى.

ده که څه هم د کوم ځانګړې هېواد نوم ياد نه کړ، خو زياته يې کړه ،چې که د افغانستان سوله غواړي ،نو په خپلو تګلارو کې بدلون راولي، ترڅو له افغانانو سره مرسته وکړي.

خو کتونکي د افغانستان د سولې په اړه تر ډېره د پاکستان پر دوه ګوني سياست تورنوي.

ستانکزي وويل،چې سوله د افغانستان اړتيا ده او د سولې لپاره بايد ډېر هڅې وشي، خو زياته يې کړ ه، چې  سوله يواځې د سولې د عالي شورا دنده نه ده، بلکې د سولې لپاره هڅې د ټولو دنده ده.

ده وويل ،چې ټول افغانان بايد سره يو شي، ترڅو داسې فشار رامنځته کړي ،چې د سولې مخالف کسان په ټولنه کې ځاى ونه لري.

ده وويل ،چې د سولې لپاره ملي اجماع ته اړتيا ده او دا هله رامنځته کېداى شي ، چې د دولت لوړپوړي چارواکي ځانځاني پرېږدي او د ملي مسايلو په اړه ملي فکر وکړي.

ستانکزي همداراز وويل ، چې له مخالفينو سره سوله، د شاتګ په معنى نه، بلکې وړاندې تګ دى.

ده زياته کړه:” موږ سره خطونه لرو، چې د سولې خبرې دې ته زمينه برابره نکړي ،چې يوه ډله پر بلې امتياز يا حاکميت ولري ،بلکې بايد ټولو افغانانو ته ددې زمينه برابره شي ، چې رامنځته شوې ستونزه او يو د بل ترمنځ رامنځته شوى واټن  راکم شي.”

ستانکزي وويل، سوله هغه مهال راتلاى شي، چې په هېواد کې ټولنيز عدالت موجود وي، ځکه چې له عدالت پرته سوله معنى نه لري.

ده زياته کړه:” عدالت په دې معنى ،چې موږ بايد د ټول غوښتنې اونظرونه واورو، ددې تحمل ولرو او په تحمل پذيرۍ سره د حل لار پيدا کړو، له تحمل پرته به هېڅکله ونشو کولى يواځې د احساساتو له لارې چې پرموږ حاکم دي سولې ته ورسېږو.”

ده وويل ، چې د سولې په خبرو کې يواځې بايد د هېواد ښارونو ته پام ونشي، بلکې د کليو د خلکو غوښتنې هم په پام کې ونيول شي.

ستانکزي د سولې په پروسه کې د نړيوالې ټولنې پر رول ټينګار وکړ او ويې ويل، چې که نړيواله ټولنه د افغانانو په مشرۍ له سولې ملاتړ کوي، نو د نوييمې لسيزې تجربه دې نه تکراروي.

ده وويل :”هره پروسه چې له بهره پر افغانستان وتپل شي، هېڅکله برياليتوب ته نه رسېږي.”

د ستانکزي په وينا، په نوييمه لسيزه کې د افغانانو پرځاى، نورو د افغانستان لپاره طرحه او مودل جوړاوه، چې له امله يې د افغانستان خلک ونه توانېدل خپلې غوښتنې ته ،چې سولې اوثبات وو ورسېږي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.