ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

((پاکستان په سرحدي بريدونو سره غواړي د کونړ او کابل سيندونو نړيوال حق ترلاسه کړي))

((پاکستان په سرحدي بريدونو سره غواړي د کونړ او کابل سيندونو نړيوال حق ترلاسه کړي))

author avatar
29 Sep 2012 - 14:19
((پاکستان په سرحدي بريدونو سره غواړي د کونړ او کابل سيندونو نړيوال حق ترلاسه کړي))
author avatar
29 Sep 2012 - 14:19

جلال اباد (پژواک ٨ تله ٩١): د سياسي چارو يو شمېر شنونکي وايي، چې د کونړ او ننګرهار پر سرحدي سيمو د توپچي بريدونو او د خلکو له ګواښلو څخه د پاکستان موخه دکابل او کونړ پر سيندونو د نړيوال حق ثابتول دي.

له تېرو شپږو مياشتو راهيسې پاکستاني ځواکونه د کونړ پر دانګام او ناړۍ ولسواليو توپچي ډزې کوي، چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.

دغه راز وړمه ورځ د ننګرهار د درېيو سرحدي ولسواليو (لعل پورې، مومنددرې او ګوشتې) قومي مشرانو هم ويلي، چې د پاکستاني ځواکونو له خوا يې پر کليو نه يواځې ډزې پيل شوې، بلکې د سرحدي کليو اوسېدونکو ته يې ګواښ کړى، چې له خپلو سيمو دې کډې وکړي.

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد پوهندوى منګل شېرزاد وايي، چې افغان دولت په دې کې پاتې راغلى، چې پاکستان حکومت اړ کړي چې د کونړ او ننګرهار پر سرحدي سيمو د توپچي بريدونو مسووليت واخلي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د پاکستان دولت دليل راوړي، چې افغان خاورې ته د دوى مخالفين ور اوښتي، کله چې دوى د ډيورينډ کرښې دواړو غاړو ته خپل مخالفين ځپي، د توپچي ځينې مرمۍ يې له کرښې خپلې غاړې ته ور اوړي.

نوموړي زياته کړه، چې د پاکستان د دولت دويمه بهانه دا ده، چې د افغان دولت مخالفين د ډيورنډ کرښې له لوړو څوکو پر پاکستاني تاسيساتو د هغو وسلو بريدونه کوي، چې له شوروي سره د جهاد پر مهال يې زېرمه کړې دي.

شېرزاد وايي، چې تر ټولو ستر واقعيت دا دى، چې پاکستان غواړي د کونړ او کابل د سيندونو نړيوال حق ترلاسه کړي.

د نوموړي په وينا، اوس مهال پاکستان د افغانستان د سيندونو په اوبو کې يواځې د ګاونډيتوب تر بريده دعوه لري، خو که د ډيورينډ کرښه يې د کونړ سيند ته را ورسوله، د ملګرو ملتونو د قوانينو له مخې بيا د کابل او کونړ د سيندونو د نيمو اوبو قانوني حق او ملکيت ترلاسه کوي.

شېرزاد زياتوي، پاکستان غواړي د خپل ولس احساسات کنټرول کړي، چې د اوړي په سخته ګرمۍ کې اتلس ساعته برېښنا نه لري او په دغه کار سره د افغان دولت هغه پروژې هم وننګوي، چې غواړي پر کونړ سيند د برېښنا بندونه جوړ کړي.

نوموړي وويل، دا چې ستونزه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته تللې، افغان دولت ته بويه چې په نړيواله کچه هېوادونه قانع کړي چې له دريځه يې ننګه وکړي.

ليکوال او ژورنالېست شېرعالم املوال وايي، چې له توپچي بريدونو د پاکستان موخه په کامې او اسمار کې د افغان دولت له لوري د برېښنا د بندونو مخه نيول دي.

د هغه په وينا، دغه بندونه افغانستان ته حياتي ارزښت لري او په جوړولو سره به يې ځمکې خړوبې او برېښنا به يې د افغانستان له اړتيا هم زياته وي.

خو املوال وويل، چې پاکستان غواړي د پښتونخوا د قبايلو په څېر د افغان سرحدي سيمو قبايل و وېروي، څو د ښکته قبايلو د ټکونې پر مهال ورته سر خوږى جوړ نه شي.

نوموړي زياته کړه: ((زما په اند د پاکستان وروستى هدف د کونړ سيند پر طبيعي سرحد بدلول دي.))

د مدني ټولنو يوه فعال او سياسي شنونکي اسدالله لاروي بيا پژواک اژانس ته وويل، د دې ترڅنګ چې پاکستان د راتلونکو کلونو لپاره د اوبو جګړې ته ځان برابروي، خو اوس هم د او اوبو او برېښنا له کمښت سره لاس او ګرېوان دى.

د هغه په وينا، پاکستان غواړي د نړيوالې ټولنې په شتون کې د ډيورنډ جنجالي ستونزې ته لمن ووهي او له هغې تورمخۍ ځان وساتي، چې نړيواله ټولنه پرې تور لګوي، چې د افغان دولت مخالفينو ته يې پناه ورکړې ده.

لاروي وويل: ((زما په اند په لنډمهال ډول پاکستان غواړي د افغان دولت سياسي مخالفينو ته په سرحدي سيمو کې د روزنې او استوګنې خوندي ځاى پيدا کړي.))

د ګوشتې ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالحنان پژواک ته وويل، چې د کونړ پر سرحدي سيمو د افغان دولت کمزوري دريځ پاکستان ولمساوه، څو د ننګرهار پر سرحدي سيمو هم بريدونه پيل کړي.

دغه قومي مشر زياته کړه، له بريدونو د پاکستان موخه په افغانستان کې د برېښنا بندونو، فابريکو او صنعت مخنيوى دى.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.