ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني او کونړ کې ٢٥ وسلوال طالبان وژل شوي

په غزني او کونړ کې ٢٥ وسلوال طالبان وژل شوي

author avatar
29 Sep 2012 - 00:00
په غزني او کونړ کې ٢٥ وسلوال طالبان وژل شوي
author avatar
29 Sep 2012 - 00:00

غزني ښار، اسعداباد (پژواک ۸ تله ۹۱): چارواکي وايي، چې بهرنيو ځواکونو د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ۲۱ وسلوال طالبان د دوو قوماندانانو په ګډون وژلي او په کونړ کې هم د يو طالب قوماندان په ګډون څلور وسلوال وژل شوي دي.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده د تلې په ٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه په کابل کې د بګرام له اډې څخه يو شمېر ځواکونه راغلي وو او د اندړو ولسوالۍ په ځينو سيمو کې يې هوايي عمليات کړي، چې د دوو سيمه ييزو طالب قوماندانانو په ګډون يې ۲۱ وسلوال وژلي دي.

د هغه په وينا، په دغو عملياتو کې ملکي کسانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

نوموړي زياته کړه، چې دغه عمليات بهرنيو ځواکونو ترسره کړي او افغان ځواکونه يې نه دي ترې خبر کړي.

خو د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسيوال بيا وايي، چې په يادو عملياتو کې ۲۶ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د ده په خبره، تېره شپه بهرنيو ځواکونو پرته له دې، چې افغان ځواکونه خبر کړي، په خپل سر يې د دې ولسوالۍ د کمال خېلو او په يو شمېر نورو سيمو کې هوايي بريدونه ترسره کړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې په وژل شويو وسلوالو طالبانو کې څلور بهرني وسلوال او د دوى دوه مهم قوماندانان هم په کې شامل دي.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي، چې د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د يو طالب قوماندان حميد په ګډون  څلور وسلوال وژل شوي دي.

د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي پژواک اژانس ته وويل، چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د ماڼوګي ولسوالۍ په کوړنګل سيمه کې د حميد په نوم د يو طالب قوماندان په ګډون څلور وسلوال وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په دغه پېښه کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په دغه پېښه کې دوه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، په وژل شويو او ټپيان کې کوم طالب قوماندان نه دى شامل.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.