مزار شريف (پژواک٨تله ٩١): د بلخ والي عطامحمد نور د مشرانو جرګې د رييس پر وړاندې په دغه ولايت کې د ايراني ډيپلوماتانو په نوم د کوڅې له نومولو ملاتړ وکړ.
شاوخوا دوې مياشتې مخکې د بلخ اداري مجلس پرېکړه وکړه، هغه كوڅه چې يو وخت په كې د ايران قونسلګري وه او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په كې اووه ايراني ډيپلوماتان ووژل شول، د همدغو ډيپلوماتانو په نامه ونومول شي.
د بلخ والي عطامحمد نور د تلې په ٨مه، مزارشريف کې په يوې جوړې شوې غونډه کې وويل، چې دغه کوڅه د اړوند کمېسيون له خوا نومول شوې او ولايتي چارواکو منظوره کړې ده.
د هغه په وينا، دغه کار له ايران سره د ښو اړيکو د ټينګښت په موخه شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د ايراني ډيپلوماتانو په نوم د يادې کوڅې د نومولو په غبرګون کې، خلکو لاريونونه وکړل او د ملي شورا دواړو مجلسونو هم ورسره مخالفت کړى دى.
خو عطامحمد نورو وايي، چې په دې اړه دومره سخت مخالفت څرګندول په کار نه و.
ده زياته کړه، چې په افغانستان کې له دې دمخه هم په يو شمېر ولايتونو کې ځينې سيمې د بهرنيانو په نوم نومول شوې دي.
هغه د بېلګې په توګه په کابل کې د اندراګاندي روغتون، په خوست کې د شېخ زايد پوهنتون او په مزارشريف ښار کې د ابراهيم لنکن په نوم د يوه کتابتون له نومونې څخه يادونه وکړه.
عطامحمد نور د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار په وړاندي له خپل دريځ څخه ملاتړ وکړ او له مشرانو جرګې څخه يې ګيله وکړه، چې په دې برخه کې يې له څېړنې مخکې پرېکړه کړې او د بلخ والي يې خاين بللى دى.
مشرانو جرګې د وږي مياشتې په وروستيو کې پرېکړه وکړه، چې په مزار کې بايد د ايراني ډيپلوماتونو په نوم سړک ونه نومول شي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزير بايد په دې اړه جرګې ته ځواب ورکړي.
د دې جرګې يوه غړي ويلي و، چې په مزار کې د ايرانيانو په نوم د سړک نومول سياسي خيانت دى.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، نن د بلخ له والي سره په ناسته کې وويل، چې د ايراني ډيپلوماتانو په نوم د کوڅې د نومونې په اړه مشرانو جرګې خپل يو پلاوى دغه ولايت ته استولى و او د هغوى د څېړنو پر بنسټ يې پرېکړه کړې ده.
مسلميار وويل، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه ډول نومونو صلاحيت لري.
خو ده د بلخ والي ته وويل: ((د دې نومونې له امله هېڅوک تا ته خاين نه شي ويلى او هر څوک د دې پرېکړې په اړه خپل نظر لري.))
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن