ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ده يک ولسوالۍ کې خپلسري وسلوال خلک ځوروي

په ده يک ولسوالۍ کې خپلسري وسلوال خلک ځوروي

author avatar
29 Sep 2012 - 14:48
په ده يک ولسوالۍ کې خپلسري وسلوال خلک ځوروي
author avatar
29 Sep 2012 - 14:48

غزني ښار (پژواک ۸ تله ۹۱): د غزني د ده يک ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د دوى په سيمه کې د اربکيو په نوم خپلسري وسلوال ملکي خلک ځوروي او د دوى د بې سترۍ لامل ګرځي، خو ولسوال وايي، چې په دې سيمه کې اربکي نشته.

د ده يک ولسوالۍ د رامک سيمې اوسېدونکي شېراحمد د تلې په ٨ مه پژواک اژانس ته وويل، د اربکيو په نوم وسلوال هره ورځ د دوى کليو ته ورځي، خلک ځوروي او په ګودرونو ګرځي.

هغه زياته کړه: ((وړمه ورځ په لاره روان وم، چې اربکيو راباندې ډزې وکړې، نږدې وو چې وژلى يې وم، خو کله چې ورته ودرېدم، دوى راته وويل، چې موږ فکر کاوه، چې کوم طالب دى.))

د ده په خبره، وروسته د سيمې خلک سره راټول او ياد دواړه وسلوال اربکي يې بې وسلې کړل او وروسته يې وډبول.

شېراحمد وايي، چې د سيمې څو سپين ږيري ولسوالۍ ته ورغلل او هلته يې له اربکيو شکايت وکړ، خو هغوى پرې هېڅ سر ونه ګراوه.

د يادې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي حبيب الله پژواک اژانس ته وويل، چې اربکي وخت ناوخت د کليو په ګودرونو ګرځي او اوس ښځې او نجونې له همدې امله نه شي کولاى، چې د کور لپاره د څښاک اوبه يوسي.

د ده په خبره، يو شمېر وسلوال د دوى په کليو او کوڅو کې ګرځي او ځانونه اربکي معرفي کوي.

نوموړي وويل: ((په mp3 کې په لوړ غږ سندرې غږوي او په کوڅو کې ښکته او پورته کېږي او يا هم هغه ځاى ته ځي، چې ښځې له هغه ځايه اوبه کورونو ته وړي.))

د هغه په وينا، که چېرې دغه حال وي، نو دوى له اربکيو پر وسلوالو طالبانو ډېر خوښ دي.

د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالله هم په خپله سيمه کې له اربکيو سر ټکوي او وايي، چې هره ورځ  په کليو کې دننه هوايي ډزې کوي، خو کله چې خلک له دغه کاره ورته شکايت کوي، دوى وايي، چې پر وسلوالو طالبانو ډزې کوي.

 

خو بلخوا د ده يک ولسوال فضل احمد ټولواک بيا پژواک اژانس ته وويل، چې د ده يک په ولسوالۍ کې هېڅ اربکي او يا سيمه ييز پوليس نشته.

د هغه په وينا، دغه وسلوال چې خلک ترې په تنګ دي، د شخصي کمپنيو ساتونکي دي، چې هلته په سيمه کې ګرځي.

نوموړي زياته کړه: ((د رامک او رباط د سيمې ترمنځ سړک جوړيږي او دا هم د هغه سړک ساتونکي دي، هلته هېڅ اربکي نشته.))

د ولسوال په خبره، دى تر اوسه په دې موضوع نه و خبر، خو اوس به يې په دقيقه وڅېړي او معلومه به کړي، چې دغه کسان ولې ملکي خلک ځوروي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.