ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب د اقنې بندر عوايد دوه برابره زيات شوي

د فارياب د اقنې بندر عوايد دوه برابره زيات شوي

author avatar
30 Sep 2012 - 17:09
د فارياب د اقنې بندر عوايد دوه برابره زيات شوي
author avatar
30 Sep 2012 - 17:09

ميمنه (پژواک،٩ تله ٩١): د فارياب د ګمرک رياست وايي، چې ددې ولايت داقنې بندر په عوايدو کې دوه برابره زياتولى راغلى دى.

دوى وايي، چې د روان لمريز کال ( ١٣٩١) په لومړيو شپږو مياشتو کې دغه بندر يو ميليارد او ٣٠٠ ميليونه افغانۍ عوايد درلود، چې د تېر کال د همدې مودې له عوايدو څخه ٥٢٥ ميليونه زياتوالى ښيي.

دغه بندر د فارياب ولايت اندخوى ولسوالۍ کې د ترکمنستان هېواد سره په پوله موقعيت لري او سوداګر ددې بندر له لارې تېل، خوراکي توکي او نور شيان له منځنۍ اسيا هېوادونو، اروپا ،چين او ايران څخه افغانستان ته واردوي او له دې ځاى څخه يادو هېوادونو ته سوداګريز توکي صادريږي .

ددې ولايت د اقنې بندر د ګمرک رييس محمد ناصر کارګر وايي، چې ددې بندر له لارې سوداګر مو‌ټر، پرزې، وسپنې، سيخ ګول، واردوي او له دې ځاى څخه وچې مېوې ، لاسي صانيع او نور توکي صادروي.

هغه زياته کړه، چې له دې بندر څخه دوى د روان لمريز کال ( ١٣٩١) په لومړيو شپږو مياشتو کې دغه بندر يو ميليارد او ٣٠٠ ميليونه افغانۍ عوايد درلود، چې د تېر کال د همدې مودې له عوايدو څخه ٥٢٥ ميليونه زياتوالى ښيي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى ته د ماليې وزارت پلان ورکړى، چې د تېر کال له عواېدو څخه بايد ٧٠ سلنه زيات وي، خو دى وايي ،چې ددوى عوايد له ورکړل شوي پلان څخه هم زيات دي.

 کارګر په عايدو کې د زياتولي لامل ديوې سالمې ادارې رامنځته کېدل، د سوداګرو تشويق او ترغيب، دسوداګرو دستونزو هوارول ، په کارونو کې روڼوالى او د سوداګرۍ د حجم زياتوالى په ګوته کړ.

خو د اقنې د ګمرک رييس وويل، چې زيات وارداتي توکي د ايساف ځواکونو پورې اړونده دي ، چې ددوى مالونه له ګمرک څخه معاف دي.

د هغه په وينا، که چېرې دوى هم ماليه ورکړې واى، نو په تېرو شپږو مياشتو کې به يې عوايد له درېيو ميلياردو افغانيو هم اوښتي واى.

کارګر ادعا وکړه، چې د اقنې د بندر عوايد به د روان لمريز کال تر پايه درېيو ميلياردو افغانيو پورې ورسوي.

هغه د خپلو ستونزو په اړه وويل : (( موږ اوس هم پر هماغه پخواني او کلاسيک اداري سيستم کار کوو، چې له يو شمېر ستونزو سره مخامخ يو.))

کارګر غوښتنه وکړه، چې دا بندر دې هم د هرات د ګمرک په څېر په عصري کمپيوټري وسايلو سمبال او دوى ته نورې اسانتياوې برابر شي.

نوموړي داهم وويل ،چې ډېر ژر به د اقينې بندر د ښارګوټي د جوړولو کار هم پيل شي، د نقشې کارونه يې بشپړ شوي او وړانديز يې ارګ ته لېږل شوى دى.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.