د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په غزني کې په پردۍ ژبو د ليکل شويو لوحو د لرې کولو کمپاين پيل شو

په غزني کې په پردۍ ژبو د ليکل شويو لوحو د لرې کولو کمپاين پيل شو

Sep 30, 2012 - 13:56

غزني ښار (پژواک ۹ تله ۹۱): د غزني د ولايت مقام او اطلاعاتو او کولتور رياست د چارواکو له خوا په دغه ولايت کې په پرديو ژبو د لوحو د لرې کولو کمپاين پيل شو.

دغه کمپاين نن (د تلې ۹ مه) سهار مهال پيل شو، چې د چارواکو په وينا، تر راتلونکو څو ورځو به دوام ولري.

د غزني د ولايت مرستيال محمدعلي احمدي په ښار کې د لوحو د لرې کولو پر مهال پژواک اژانس ته وويل، ټولې هغه لوحې به لرې کړي، چې په پرديو ژبو ليکل شوې دي.

 د هغه په وينا، له دې وروسته به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې د خپل مارکېټ يا دوکان لوحه په نورو ژبو وليکي.

نوموړي زياته کړه: ((څو ورځې وړاندې مو د راډيو او تلوېزيون له لارې د غزني ښاريانو ته خبر ورکړى و، چې خپلې لوحې بدلې کړي، خو نن دا دى موږ يې په خپله لرې کوو.))

د احمدي په خبره، په غزني ښار کې ډېرې لوحې په نورو ژبو ليکل شوې دي، چې ډېرۍ يې پر انګليسي، اردو او عربي ژبو دي.

د غزني  د اطلاعاتو او کولتور رييس حميدالله سروري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه کمپاين له پيلولو څخه يې موخه له خپلو رسمي ژبو سره د خلکو بلدتيا ده.

د هغه په وينا، د پيل شوي کمپاين په ترڅ کې يې د غزني ښار په يو شمېر مارکېټونو کې هغه لوحې لرې کړې، چې په پرديو ژبو ليکل شوې وې.

نوموړي زياته کړه، چې دوى خلکو ته دا سپارښتنه هم وکړه، چې که له دې وروسته کومه لوحه ليکي، بايد د هېواد په رسمي ژبو، چې پښتو او دري دي، وليکل شي.

سروري زياتوي: ((دغه کمپاين به تر هغه په ښار کې روان وي، چې ټولې په پرديو ژبو ليکل شوې لوحې مو نه وي لرې کړي.))

که څه هم د غزني ښاريان په دغه کار سره خوښ دي، خو وايي، چې دوى له دې مخکې هېڅ کوم داسې اعلان او يا خبرتيا نه وه اورېدلې.

په غزني ښار کې د يوه مارکېټ څښتن عبدالرووف پژواک اژانس ته وويل: ((که چېرته موږ خبر واى، په خپله مو لرې کولې، خو نن بې له دې چې موږ خبر شو لوحه يې راته څېرې کړه.))

د دين محمد په نوم د غزني ښار يو دوکاندار، چې پوليسو يې هغه لوحه راوغورځوله، چي په پردۍ ژبه ليکل شوې وه وويل، چې ډير خوښ دى او بايد ټول هېوادوال خپلو ژبو ته درناوى وکړي.

د هغه په وينا، دوى به هڅه وکړي، څو له دې وروسته خپلې لوحې د هېواد په رسمي ژبو وليکي.

د يادونې ده،چې په روان لمريز کال کې د کابل په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم په پرديو ژبو د لوحو د لرې کولو کمپاين پيل شوى و.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan