جلال اباد ( پژواک، ٩ تله٩١): چارواکي وايي،چې په لغمان او ننګرهار کې په بېلابېلو پېښو کې نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي د تلې په ٩ مه پژواک اژانس ته وويل،چې تېره ورځ ناوخته د دغه ولايت په اچين ولسوالۍ کې د ملي اردو د جلب او جذب پر يوه موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه شوې، چې شپږ تنه په کې ټپيان دي او يو وژل شوى .
د هغه په وينا، وژل شوى تن د ملي اردو افسر او په شپږ تنو ټپيانو کې پنځه هغه ځوانان دي، چې تازه د ملي اردو ليکو ته سوق شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په روغتون کې د پېښې درې ټپيان بستر دي، چې روغتيا يې د ډاډ وړ ده.
د يوه بل خبر له مخې، د لغمان – سروبي د لويې لارې پوليسو قوماندان سمونوال شکور خان پژواک ته وويل، چې دکابل – جلال اباد پر لاره د قرغيو ولسوالۍ عزيز خان کڅ ته څېرمه د يوې امنيتي کمپنۍ پر موټر چاودنه شوې، چې يو تن په کې وژل شوى او يو بل ټپي دى.
د هغه په وينا، چاودنه د شپې له نهو بجو وروسته رامنځ ته شوې، خو نه پوهيږي،هغه موټر چې چاودنه پرې رامنځ ته شوه د کومې ا منيتي کمپنۍ اړوند دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د اچين د پېښې مسووليت منلى او ادعا کوي، چې ګڼ شمېر سرتېري يې په کې وژلي دي.
Visits: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن