ګل اغاشېرزي پر پاکستان د ځوابي بريد ګواښ وکړ

جلال اباد ( پژواک، ٩  تله ٩١) : د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي ګواښ وکړ، که پاکستان ددې ولايت پر سرحدي سيمو بريدونه وکړل، له ځواب سره به  مخ شي.

شېرزي دغه څرګندونې نن د( تلې په ٩مه) د ولايت په مقام کې دسرحدي مسايلو په اړه له يوې فوق العاده غونډې وروسته په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې کړې دي.

د ننګرهار والي دغه کلک غبرګون وروسته له هغه وښود، چې ددې ولايت دسرحدي ولسواليو لعلپورې، ګوشتې، کامې او مومند درې قومي مشرانو په بېلابېلو غونډو کې شکايت وکړ، چې پاکستان يې پر کليو دتوپچي بريدونه پيل کړي دي.

د ننګرهار ولايت مقام لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د والي ګل اغا شېرزي له خولې ليکل شوي ، چې که د ننګرهار په هره برخه بريد وشي افغان ځواکونه به پر مقابل لوري ورته بريدونه ترسره کړي.

سرچينې زياته کړې، چې په همدې موخه يې د ګوشتې او لعلپورې ولسواليو په سرحدي سيمو کې د ملي اردو او سرحدي پوليسو اضافي سرتېري ځاى پر ځاى کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي،چې د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي، د هېواد د امنيت شورا، دفاع او د کورنيو چارو وزراتونه له دې ستونزې خبر کړي او په جلال اباد کې يې د پاکستان کونسلګرۍ ته رسماً خبر ورکړى، چې خپل حکومت دې پرګوشتې او لعلپورې ولسواليو له بريدونو منع کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دوه ورځې مخکې د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو لوړپوړو جنرالانو ډګرجنرال محمد اکرم او لوى پاسوال محمد حسن له ننګرهار والي سره د سرحدي ستونزو په اړه کتلي او خبرې يې  ورسره کړې دي.

ګل اغا شېرزي د پاکستان له دولت څخه غوښتي، چې په خپلسرې توګه دې قومي مشران نه ګواښي که په سرحدي سيمو کې يې ستونزه ويني په کونړ کې دې د همغږۍ ګډ مرکز سره شريکه کړي.

د ننګرهار والي د پاکستانيو بريدونو او ګواښونو په اړه د لومړي ځل لپاره وروسته تر هغه دغه غبرګون وښود، چې په جلال اباد ښار کې  ددې بريدونو په اړه د مومندو قومي شورا غونډه جوړه کړې وه.

د غونډې ګډونوالو د پاکستانيو بريدونو او ګواښونو بندول غوښتل او  ولايتي اداره او مرکزي دولت يې په دې ا ړه په چوپتيا خپلولو وغانده.

د مومندو د قومي شورا مشر حاجي جهانزېب پژواک اژانس ته وويل، چې دواړه حکومتونه دې سرحدي ستونزه په خبرو اترو هواره کړي.

نوموړي زياته کړه، چې ولايتي ادارې ته پکار دي، چې لانجه منې سيمې ته مجهز وسلوال ځواکونه ولېږي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي فريدون مومند پژواک اژانس ته وويل، چې د هر ډول تيري په مقابل کې به دفاع کوي.

مومند زياته کړه، که پاکستان خپل خير غواړي، نو مومند دې  جګړې ته  نه اړ باسي .

نوموړي پر ايساف او ناټو ځواکونو نيوکې وکړې،چې په پاکستانيو بريدونو او ګواښونو يې سترګې پټې کړې دي.

فريدون مومند وايي ،چې د ډيورنډ پولې پورې غاړه  مومندو ايجنسۍ کې پاکستاني دولتي چارواکي ( پوليټکل ايجنټ ) سره د خبرو په موخه يې يوه اته کسيزه قومي جرګه لېږلې ده .

نوموړي زياته کړه، چې سبا د دوشنبې له ورځې به د ټولو مومندو د قومي مشرانو سل کسيزه ډله لومړى له ولايتي ادارې او بيا په مرکز کې له ولسي جرګې، امنيت شورا او ولسمشر سره وګوري.

درې ورځې وړاندې زرګونو مومندو هغه مهال په ګوشتې ولسوالۍ کې غونډه وکړه، چې پاکستاني نظامي چارواکو خبردارى ورکړ که له خپلو کليو کډه نه شي هوايي بمبار او ځمکني عمليات به پرې ترسره کړي.

نظر ورکړئ