ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب د ولايتي شورا د يوه غړي ورور ووژل شو

د فارياب د ولايتي شورا د يوه غړي ورور ووژل شو

author avatar
2 Oct 2012 - 11:33
د فارياب د ولايتي شورا د يوه غړي ورور ووژل شو
author avatar
2 Oct 2012 - 11:33

ميمنه (پژواک ١١ تله ٩١): د فارياب د ولايتي شورا د غړي ورور او سيمه ييز مشر د دوو وسلوالو له خوا ووژل شو.

د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالخالق اقساى وايي، چې حميدالله تېر ماښام د فارياب په مرکز ميمنه ښار کې د دوو وسلوالو موټرسايکل سپرو له خوا پر ډزو کې ووژل شو.

خو د حميدالله ورور د فارياب د ولايتي شورا غړى محب الله وايي، چې ورور يې د وسلوالو طالبانو له خوا وژل شوى؛ ځکه چې پلار او ورور يې تېر کال له کوهستان ولسوالۍ څخه د طالبانو په اېستلو کې مهمه ونډه درلوده. 

د حميدالله پلار معاذ الله په کوهستان ولسوالۍ کې يو پخوانى جهادي قوماندان دى.

د ولايتي شورا دغه غړي زياته کړه، چې حميدالله په کوهستان ولسوالۍ کې يو سيمه ييز مخور و او کله چې يې غوښتل په ميمنې ښار کې د ترانسپورټ نماينده ګۍ ته ولاړ شي او د خپل سفر په اړه معلومات واخلي، د دوو وسلوالو موټرسايکل سپرو له خوا ووژل شو.

هغه نيوکه وکړه ، چې ورور يې د ميمنې په کوهي خانه سړک کې وژل شوى  او دغه ځاى ته نږدې د ولايتي شورا دفتر او د ولايت مقام شتون لري، خو امنيتي کسان نه دي بريالي شوي، چې د هغه د وژل کېدو مخه ونيسي او يا يې عاملين ونيسي.

د دغه کس د وژلو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.