کابل (پژواک،١٤ تله ٩١) : د ميدان وردګو له مرکزي محبس څخه درې بنديان په تېښته بريالي شول.
ددغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د (تلې په ١٤مه) سهار شاوخوا اوه بجې ، پنځو بنديانو د محبس له عمومي دروازې څخه د تېښتې هڅه وکړه ، چې درې تنه يې په تېښته بريالي شوي ، خو دوه نور امنيتي ځواکونو نيولي دي.
هغه زياته کړه ، چې دغو بنديانو نه کوم ديوال سورى کړى په دې پېښه کې ددولت د وسلوالو مخالفينو لاس نه درلود، او ياد بنديان جنايي وو چې د محبس له دروازې په تېښته بريالي شوي دي .
ده وويل ،چې تښتېدلي بنديان د سيمې خلک دي او دوى يې د نيولو هڅې پيل کړي ، چې ډير ژر به ونيول شي .
باقي زوى زياتوي ، چې د پېښې د رامنځته کېدو د عواملو په اړه هم څېړنې پيل شوي او ډير ژر به هغه کسان ونيسي ، چې په دغه پېښه کې لاس لري ، هغه که په داخل د محبس کې وي او که بهر .
امنيه قوماندان د بنديانو د جرمونو د دوسيو د نوعيت په اړه څه ونه ويل .
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن