ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه قوماندان په ګډون شپږ طالبان ووژل شول

د يوه قوماندان په ګډون شپږ طالبان ووژل شول

author avatar
5 Oct 2012 - 12:02
د يوه قوماندان په ګډون شپږ طالبان ووژل شول
author avatar
5 Oct 2012 - 12:02

 شبرغان(پژواک،١٤تله٩١):د جوزان ولايت چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د نړيوالو ځواکونو په عملياتو کې د وسلوالو مخالفينو يو قوماندان له شپږو ملګرو سره وژل شوى دى.

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وژل شوى طالب قوماندان ملا تاج نوميده، چې نن شپه شاوخوا درې بجې د نړيوالو ځواکونو دعملياتو پرمهال   د قوش تپه ولسوالۍ د د ښتې ليلې د اق باى په کلي کې وژل شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې ملا تاج د خان ولس په کور کې ميلمه و ، چې نړيوالو ځواکونو پرې بريد کړى او هغه يې له خپلو شپږو جنګياليو سره وژلى دى.

غيرت وايي ، چې په دغو علمياتو کې د خان ولس کور سوځيدلى، خو هغه او د کلي نورو اوسيدونکو ته کوم ځان نه دى اوښتى.

ده زياته کړه، چې نړيوالو ځواکونو د ملاتاج يو ملګرى له ځانه سره بيولى دى.

 د جوزجان د امنيه قوماندان په خبره، ملاتاج په قوش تپه کې د وسلوالو طالبانو له مهمو قوماندان څخه و، ده دوه نيمې مياشتې مخکې د جنبش ملي د مشر جنرال عبدالرشيد دوستم د کور مخې ته په چاودنه کې هم لاس درلود .

 په دغه چاودنه کې يو ماشوم او يوه ښځه وژل شوي وو او د يوتن قومي مشر غلام دستګير په ګډون يوولس تنه نور ملکي وګړي په کي ټپيان شوي وو.

 د قوش تپه ولسوال امين الله پژواک ته وويل، دغه عمليات د بهرنيو ځواکونو لخوا د جوزجان ولايت په قوش تپه ولسوالۍ کې ترسره شوي، چې د فارياب ولايت له دولت اباد ولسوالۍ سره په پله پرته ده.

 خو نړيوال ځواکونه وايي ، چې دوى له افغان امنيتي ځواکونو سره په ګډه د فاريب ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې دغه عمليات ترسره کړي دي.

 د ايساف لخوا پژواک ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې په دغو عملياتو کې يې يوشمير وسلوال   وژلي اود هغوى يوتن مهم قوماندان يې نيولى دى.

 سرچينه کاږي، دغو وسلوالوپه جوزجان ولايت کې د ماينونو په خښولو او د افغان او امنيتي ځواکونو پرخلاف په تخريبي فعاليتونو کې لاس درلود.

 ايساف وايې ، چې دعملياتو پرمهال يې د راکټ،لاسي بم اود ماينونو په شمول يوشمير مهمات او وسلي هم نيولې دي.

د ايساف په خبره، په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، دتيليفون په ليکه پژواک ته ويلي چې په دغه عملياتو کې يې بهرنيو ځواکونو ته زيات تلفات اړولي دي ، خو کره شميره يې معلومه نه ده.

ده زياته کړه په يادو عملياتو کې ددوې  دري تنه ملګري هم  وژل شوي او دري نور ټپيان دي.

مجاهد وايې چې دنړيوالو ځواکونو لخوا يوشمير ملکي وګړي هم وژل شوي او يوتن يې له ځانه سره بيولى دى.

د يادولو ده ، چې د جوزجان ولايت د ليلې په دښته کې يوه نيمه مياشت مخکې د نړيوالو ځواکونو لخوا په عملياتو کې د ملا دلبر په نوم د طالبانو قوماندان هم وژل شوى و .

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.