کابل (پژواک ١٥ تله ٩١): افغان او ايساف ځواکونو په ميدان وردګو ولايت کې د درېيو ځانمرګو بريدګرو د وژلو خبر ورکړل.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره ورځ ناوخته د دغه ولايت د جغتو ولسوالۍ د موله په سيمه کې ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د ګډو ځواکونو له خوا په دغو عملياتو کې چې د يوه استخباراتي راپور له مخې ترسره شوي، درې ځانمرګي بريد کوونکي وژل شوي او پنځه نور ژوندي نيول شوي دي.
د شاهد په وينا، نيول شوي مولوي حبيب الرحمن، سيدرحمن، عرفان، نسيم او صلاح الدين نومېږي.
د والي وياند وايي، چې ګډو ځواکونو د دغو عملياتو پر مهال يو شمېر وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم نيولي دي.
بلخوا ايساف ځواکونو د هغه طالب قوماندان د وژلو خبر ورکړى، چې د دوى په وينا، د ميدان وردګو د چک د ولسوال په وژلو کې يې لاس درلود.
د چک ولسوال محمداسماعيل وفا شاوخوا دوه مياشتې مخکې د ولسوالۍ ودانۍ او خپل کور ته نږدې له خپل زوى سره وژل شوى و.
د ايساف له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسد په نوم طالب قوماندان د چک په وروستيو عملياتو کې وژل شوى، چې د ګډو ځواکونو له خوا په لاره اچول شوي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې قوماندان اسد د ولسوال د وژلو ترڅنګ په ګڼ شمېر نورو ملکي او د افغان سرتېرو په وژنو او نورو ورانکارو کړنو کې هم لاس درلود.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن