ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځه تنه د طالبانو له بنده راخوشي شول

پنځه تنه د طالبانو له بنده راخوشي شول

author avatar
6 Oct 2012 - 11:25
پنځه تنه د طالبانو له بنده راخوشي شول
author avatar
6 Oct 2012 - 11:25

غزني ښار (پژواک ۱۵ تله ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې د غزني په ناوې ولسوالۍ کې يې پنځه ملکي وګړي د وسلوالو طالبانو له بنده راخوشي کړي دي.

د غزني د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات د تلې ١٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې ۱۶ ورځې وړاندې وسلوالو طالبانو دغه کسان د اربکيانو او يوې حقوقي لانجې په تور نيولي وو او په خپل زندان کې يې ساتل.

د هغه په وينا، تېره شپه دوى د بهرنيو ځواکونو په مرسته د هوا له لارې د دې ولسوالۍ په سپين خولي سيمه کې، چې وسلوالو دغه پنځه تنه په کې پټ کړي وو، عمليات ترسره کړل.

نوموړي زياته کړه، چې دغو عملياتو څو ساعته دوام وکړ، چې وروسته يې د دوى ځواکونه په دي وتوانېدل، هغه پټ ځاى ومومي، چې طالبانو ياد کسان په کې پټ کړي وو.

سادات وويل، چې دغه پنځه تنه د غزني د ناوې او مقر ولسواليو اوسېدونکي، چې د طالبانو له خوا وهل ټکول شوي هم دي.

د دغو پنځو تنو پر ځانونو، چې نن خبريالانو ته هم وښودل شول، د وهلو ډبلو نښې له ورايه په کې ښکارېدې.

له خوشي شوو کسانو څخه د غزني د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي حمدالله، چې د طالبانو په بند کي يې نږدې ۱۶ ورځې تېرې کړې وې او بدن يې په وينو لړلى و، پژواک اژانس ته وويل: ((له بل چا سره مو پر يوه باغچه دعوه وه، هغوى په طالبانو کې عريضه راباندې وکړه او کله چې طالبان راغلل ما ورته وويل، چې موږ نه غواړو تاسې زموږ دعوې فيصله کړى، نو هغوى ويل چې ته زموږ حکومت نه منې.))

د هغه په وينا، له دې پېښې دوه ورځې وروسته د شپې طالبان کور ته ورغلل او د ده په ګډون يې د هغه د کورنۍ ټول غړي ووهل او وروسته يې دى له ځان سره بوت.

نوموړي زياته کړه، چي د بند په موده کې يې هغه ډېر زيات په زنځيرونو وهلى دى.

په همدې ډله کې د مقر ولسوالۍ اوسېدونکى عيدمحمد، چې نږدې ۱۵ کلن ځوان دى او د طالبانو په بند کې يې ۱۸ ورځې تېرې کړې وايي، وسلوالو طالبانو په دې تور نيولى و، چې ګواکې هغه له اربکيانو سره مرسته کوي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((دلته په ښار کې مې مزدوري کوله او کله چې کور ته تلم په لاره کې طالبانو ښکته کړم او ويل يې، چې ته اربکى يې او په ښار کې دولت ته جاسوسي کوې، ۱۲ ورځې يې په مقر کې وساتلم او شپږ ورځې وړاندې يې ناوې ته يوړم.))

د ده په خبره، په طالبانو کې پنجابي، وزير او نور بهرني وسلوال هم وو او دوى ته يې همدا نن ورځ ښودلې وه، چې وژني به يې.

په دغو پنځو کسانو کې د دوو تنو عمرونه تر ١٨ کلنۍ کم وو او يو په کې سپين ږيرى و.

د ملي امنيت مسوولين وايي، چې ځواکونو يې په دې تور هغه دوه کسان هم نيولي، چې د نيول شوو پر سر يې پيره کوله.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ناوه ولسوالۍ د غزني ښار لوېديځ ته په ۱۹۰ کيلومترۍ کې موقعيت لري، چې له تېرو اوو کلونو راهيسي د وسلوالو طالبانو په ولکه کې ده.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.