باميان ( پژواک ٢٠ تله ٩١): د باميان ولايت په شيبر ولسوالى کې د نجونو يو ښوونځى د ناپېژاندو وسلوالو کسانو لخوا الوځول شوى او سوځېدلى دى.
د باميان د پوهنې رييس محمد رضاء ادا وايي، چې دغه ښوونځى د غندک د نجونو د ښوونځي په نامه يادېده او نن سهار (د تلې ٢٠مه) الوځول شوى دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د ښوونځي زياته برخه سوځېدلې او ښوونځي ته زيان اوښتى دى.
د باميان د پوهنې رييس زياته کړه ، چې د پوهنې رياست او امنيه قوماندانۍ پلاوى ددې پېښې د څېړنې لپاره سيمې ته استول شوى دى.
د غندک د نجونو ليسه د شيبر ولسوالى په نږدې ٢٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري او ٣٥٠ نجونې په کې زده کړه کوي.
خود شيبر ولسوال محمد عظيم فريد وويل، چې زده کوونکي نن د دې پېښې له امله ښوونځي ته نه شي راتلى.
د شيبر ولسوال ددې کار پړه د دولت پر وسلوالو مخالفينو واچوله او ويې ويل: ” طالبانو دغه ښوونځى د زده کوونکو تر منځ د ويرې د خورولو له امله الوځولى دى. “
د باميان د پوهنې رييس ددې کار په غندلو سره وايي، چې وسلوال مخالفين بايد د پوهنې تاسيسات، چې د هېواد ماشومان په کې زده کړه کوي، په نښه نکړي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد د ښوونځيو په الوځولو کې لاس لرل ردوي او وايي، چې طالبان د ښوونځيو د ويجاړولو او الوځولو له هر ډول اقدام څخه منع شوي دي.
هغه د داسې کړنو پړه پر دولت واچوله او پژواک ته يې وويل: ” داسې کارونه هغه کسان کوي، چې غواړي د خلکو پام هغو ساحو ته واړوي او د خلکو احساسات د طالبانو پر وړاندې تحريک کړي. “
ولسمشر حامد کرزي په شېبر کې د نجونو د ښوونځي الوځول د يوه ترهګريز عمل په توګه په کلکه غندلى او ويلي:)) هیچا ته به اجازه ور نه کړو چې د هېواد بچیان د علم له نعمت څخه محروم او نورو ته یې محتاج کړي.))
په هغه خبرپاڼه کې، چې د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، راغلي دي، چې دا ډول ناروا کارونه هغه کسان ترسره کوي، چې غواړي افغانان په تياره کې وساتي.
ولسمشر کرزى وايي : ” د افغانستان د خلکو د ښمنان له څو کلونو راهيسې پر ښوونځيو، استادانو، زده کوونکو او د پوهنې په خدمتګارانو ترهګريز بريدونه تر سره کوي او غواړي، په دې کړنو سره افغانان له علم او پوهې نه لرې وساتي.
هغه اړوندو امنيتي ادارو ته دنده وسپارله، څو د شېبر د ښوونځي د الوځولو عاملين ژر تر ژره ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن