ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د محمد کريم خليلي د ساتونکو پر کاروان بريد وشو

د محمد کريم خليلي د ساتونکو پر کاروان بريد وشو

author avatar
14 Oct 2012 - 12:53
د محمد کريم خليلي د ساتونکو پر کاروان بريد وشو
author avatar
14 Oct 2012 - 12:53

چاريکار (پژواک ٢٣ تله ٩١): د پروان د شېخ علي ولسوال وايي، چې په ياده ولسوالۍ کې د ولسمشر د دويم مرستيال د ساتونکو د موټرو پر کاروان بريد وشو، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د شېخ علي ولسوال نوراقا سامع د تلې په ٢٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه کاروان، چې د ولسمشر دويم مرستيال محمد کريم خليلي په کې نه و، نن له غرمې مخکې په  شاوخوا لسو بجو د دې ولسوالۍ په تنګي لعلي سيمه کې تر بريد لاندې راغى.

د هغه په وينا، کاروان له شاوخوا دوه کيلومتره لرې واټن څخه د سپکو وسلو، ار پي جي راکټ او ٨٢ ملي متري توپ تر بريد لاندې راغى.

ولسوال زياته کړه، چې په سيمه کې د شېخ علي پوليسو له بريد کوونکو سره نيم ساعت نښته وکړه، بريدکوونکي وتښتيدل او ياد شوى کاروان پرته له دې چې زيان ورته ورسي، له سيمې تېر شو.

د هغه د څرګندونو له مخې، د ولسمشر دويم مرستيال محمدکريم خليلي باميانو ته د شيبرتو هوايي ډګر د جوړولو د کار د پرانېستې په موخه تللى و.

سامع وويل، چې خليلي تېره ورځ د الوتکې له لارې کابل ته  تللى او د ساتونکو د موټرو کاروان يې نن کابل ته پر لاره و، چې بريد پرې وشو.

د ولسمشر د دوهم مرستيال سلاکار حاجي علي ميرزايي تاييد کړه، چې نن سهار امنيتي ځواکونه د پروان ولايت د شيخ علي ولسوالۍ په تنګي لالي سيمه کې د ناپېژاندو وسلوالو د سپکو وسلو له بريد سره مخ شول.

خو هغه وويل، چې دغه بريد د محمد کريم خليلي د ساتونکو پر کاروان نه، بلکې د سيمه ييزو پوليسو پر ځواکونو شوى دى.

هغه زياته کړه، د کاروان له رسېدو وړاندې د ناپېژاندو وسلوالو بريد په شا وتمبول شو او د ولسمشر د دوهم مرستيال ساتونکي له يوې لنډې وقفې وروسته د کابل په لور روان شول.

د هغه په وينا، په دې بريد کې د خليلي ساتونکو ته هېڅ زيان نه دى رسېدلى.

خو د ولسمشر د دوهم مرستيال مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې له لارې چې پژواک ته هم رسېدلې، ويلي: ناپېژاندو وسلوالو د ولسمشر د دوهم مرستيال د ساتونکو د موټرو پر کاروان، چې له باميانو څخه بېرته راګرځېده، د پروان په غوربند سيمه کې له لرې بريد وکړ.

سرچينې زياته کړې، بريدکوونکي د امنيتي ځواکونو او دوهم مرستيال د ساتونکي له ځوابيه بريد سره مخ شول او وتښتېدل؛ په دې پېښه کې هېچا ته زيان نه دى رسېدلى.

خبرپاڼې د طالبانو د وياند هغه ادعا، چې په دې پېښه کې محمد کريم خليلي ټپي شوى، ناسمه بللې او ويلي، د ولسمشر دوهم مرستيال پرون (د تلې ٢٢مه) ماښام مهال د هوا له لارې کابل ته راستون شوى و.

د سيمي يو اوسيدونکې عبدالغفار پژواک اژانس وويل، چې دغه کاروان تر بريد لاندې راغې، خو د بريد کوونکو د وسلو  ګولۍ د کاروان پر موټرو ونه لګېدې.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ، وايي چې کريم خليلي له نورو دولتي چارواکيو سره له باميانو نه کابل ته پر لاره و، چې ديادي ولسوالۍ په توريج دره، دشينګران په خوله  او دتنګي لالي سيمه کې يې طالبانو  پر کاروان بريد وکړ.

دى وايي ، چې په دې بريد کې د ولسمشر د دويم مرستيال اته ساتونکي وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي .

طالب وياند ويلي، چې په بريد کې د کاروان يو شمېر موټر هم تخريب شوي دي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.