ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاڅون کوونکو په اندړو کې د شپږو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

پاڅون کوونکو په اندړو کې د شپږو طالبانو د وژلو ادعا وکړه

author avatar
15 Oct 2012 - 13:31
پاڅون کوونکو په اندړو کې د شپږو طالبانو د وژلو ادعا وکړه
author avatar
15 Oct 2012 - 13:31

غزني ښار (پژواک ۲۴ تله ۹۱): د غزني د اندړو ولسوالۍ پاڅون کوونکي وايي، چې نن سهار يې له وسلوالو طالبانو سره د نښتو په ترڅ کې شپږ تنه وژلي دي.

د اندړو د پاڅون کوونکو قوماندان فيضان الله فيضان د تلې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښتې نن له غرمې مخکې د ولسوالۍ د موکم کلا او علم خېلو په سيمو کې رامنځته شوې دي.

هغه زياته کړه، چې وسلوالو طالبانو په يادو سيمو کې د پاڅون کوونکو پر مورچو بريدونه وکړل او وروسته رامنځته شوې جګړې يو ساعت دوام وکړ.

د فيضان په وينا، په دې نښته کې څلور وسلوال طالبان وژل شوي، خو د پاڅون کوونکو جنګياليو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

نوموړي دغه راز وويل، چې نن سهار د ولسوالۍ د خانې بابا په سيمه کې دوه وسلوال طالبان د دوى د ملګرو له خوا په يوه بريد کې وژل شوي دي.

د هغه په وينا، يوه ډله وسلوال طالبان له خپلو وسلو سره د پاڅون کوونکو ساحې ته ورغلي وو، چې دوه تنه يې ووژل شول.

دى وايي، چې په دې نښته کې د پاڅونوالو يو وسلوال ټپي شوى او وسلوال له سيمې تښتېدلي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د اندړو ولسوالۍ خلکو د وسلوالو طالبانو پر ضد پاڅون کړى او ډېرې سيمې يې له هغوى نيولې دي.

خو وسلوال طالبان پاڅون کوونکو ته اربکيان وايي او زياتوي چې هغوى ته وسلې او مهمات بهرني ځواکونه او دولت ورکوي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.