ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي پيوستون د شوراګانو لس غړي وتښتول شول

د ملي پيوستون د شوراګانو لس غړي وتښتول شول

author avatar
16 Oct 2012 - 13:52
د ملي پيوستون د شوراګانو لس غړي وتښتول شول
author avatar
16 Oct 2012 - 13:52

ميمنه (پژواک ٢٥ تله ٩١): د فارياب په غورماچ ولسوالى کې د ملي پيوستون د سيمه ييزوشوراګانو لس غړي د ناپېژانده وسلوالو له خوا وتښتول شول.

د فارياب د والي وياند احمد جاوېد بيدار نن (د تلې ٢٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل؛ په دغو کسانو کې، چې تېر مازيګر تښتول شوي، د دغو شوراګانو يو شمېر چارواکي هم شامل دي.

بيدار زياته کړه، له دغو کسانو سره ٥٠٠ زره افغانۍ هم وې او غوښتل يې له ميمنې ښار نه غورماچ ولسوالۍ ته ولاړ شي، چې د لارې په اوږدو کې وتښتول شول.

سرچينې زياته کړه، چې د دې پېښې لامل تر اوسه نه دى څرګند او دا هم نه ده معلومه، چې چا تښتولي دي.

هغه وويل، کېداى شي له دغو کسانو سره د موجوده پيسو د ترلاسه کولو لپاره دسيسه جوړه شوې وي.

د فارياب د والي وياند وويل، په دې اړه څېړنې پيل شوې او امنيتي ځواکونه يې د پيدا کولو په لټه کې دي.

همدارنګه د بشري مرستو د همغږې کولو (CHA) د دفتر مسؤول حيات الله باختري پژواک ته وويل، چې د دغو کسانو له ډلې پنځه تنه په غورماچ ولسوالۍ کې د ملي پيوستون د شورا ګانو خزانه داران دي، چې له دې ادارې سره يې کاري اړيکې درلودې.

له بلې خوا د غورماچ ولسوالۍ يوه سپينږيري سيف الله هم د ناپېژانده وسلوالو له خوا د ملي پيوستون د شوراګانو د لسو غړو د تښتولو پخلى وکړ.

هغه په دې اړه د زياتو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه.

د دغو کسانو د تښتولو مسؤوليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

 

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.