ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې نهه طالبان او پنځه پوليس وژل شوي دي

په هلمند کې نهه طالبان او پنځه پوليس وژل شوي دي

author avatar
19 Oct 2012 - 16:32
په هلمند کې نهه طالبان او پنځه پوليس وژل شوي دي
author avatar
19 Oct 2012 - 16:32

لښکرګاه (پژواک ٢٨ تله ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د هلمند په بېلابېلو ولسواليو کې د پېښو له امله نهه وسلوال طالبان او پنځه پوليس له مسموم کيدو وروسته وژل شوي دي.

د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د نوم په نه ښودلو د تلې په ٢٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د دغې ولسوالۍ په سربند پوسته کې د پوستې د قوماندان په ګډون پنځه پوليس لومړۍ مسموم کړى شوي او وروسته وژل شوي دي.

د سرچينې په وينا، له وژل شويو پوليسو څخه وسلې او مهمات هم وړل شوي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

د هلمند امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتک د پېښې پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې سيمې ته د دوى يو پلاوى تللى او د هغوى له څېړنو وروسته به کره معلومات ورکړي.

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن عمر جان حقمل پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د ملي امنيت او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې د دغې ولسوالۍ په لوى باغ سيمه کې څلور وسلوال وژل شوي دي.

د هغه په وينا، وژل شويو وسلوالو د عملياتو پر وخت پر ګډو ځواکونو بريد وکړ او د ځوابي ډزو په ترڅ کې ووژل شول، چې يوه پيکا،   هم د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خو د نادعلي ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړى عبدالاحد هلمندوال وايي، چې په ياده پېښه کې وژل شوي وسلوال نه، بلکې ملکي وګړي وو، دوه يې د ده د تره زامن او دوه يې کليوال وو.

د هغه په وينا، ټول وژل شوي تنکي ځوانان وو او په هېڅ وسلواله ډله پورې يې تړاو نه درلود.

دغه راز د هلمند امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ  پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار مهال د ګرشک ولسوالۍ په زمبولي سيمه کې د پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه، چې په پايله کې يې دري طالبان  ووژل شول او جسدونه يې دجګړي په سيمه كې پوليسو ته  په لاس ورغلل.

د هغه په وينا، له وژل شويو وسلوالو څخه يې دوه موټر، څلور کلاشينکوفونه او يوه پيکا هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي او پوليسو ته زيان ندى اوښتى .

فرهنګ زياتوې چې همدا راز په همدي شپه دګرمسير ولسوالۍ په لكړۍ سيمه پوليسودوه  تنه له يوه ډاډسن موټر سره په داسي حال كې نيولي چې ۸۰۰ كيلوګرامه  باروت ،او په زياته اندازه نورو دچاوديدونكو توكو وسايل يې پكې بار او دپاكستان څخه يادي ولسوالۍ ته پرلاره  وه.

ديوه بل خبر له مخي دهلمند دوالي وياند احمد ځيرك پژواك ته وويل چې په همدي شپه  پوليسو دوه دطالبانو مهم قوماندانان هر يو ملا اخلاص او ملا ظاهر وژلي دي  چې په سيمه کې يې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې فعاليت کاوه.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.