ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتيار تر ٢٠١٤ وروسته د بحران د مخنيوي په موخه وړانديزونه وکړل

author avatar
20 Oct 2012 - 17:58
author avatar
20 Oct 2012 - 17:58

کابل (پژواک ٢٩ تله ٩١): د دولت د وسلوالې مخالفې ډلې حزب اسلامي مشر انجنير حکمتيار

د ٢٠١٤ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ولسمشرۍ، ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو د ګډو ټولټاکنو وړانديز وکړ.

انجنير حکمتيار دغه څرګندونې په هغه پيغام کې کړې، چې د هېواد ٦٠ تنو شخصيتونو ته يې لېږلي او له هغوى څخه يې په دې پيغام کې د شويو وړانديزونو په اړه نظر هم غوښتى دى.

پژواک خبري اژانس د دغه پيغام يوه کاپي د تلې په ٢٩مه، ترلاسه کړې، چې په پښتو ژبه په درېيو پاڼو کې په کمپيوټري بڼه ليکل شوې ده.

هغه په دې پيغام کې ليکلي، چې هېواد له بحراني حالت سره مخ دى او زياته کړې، چې اوسنى وضعيت د ١٣٧٠ لمريز کال لسيزې ته ورته دى.

حکمتيار ويلي چې امريکا او ملګري يې هم له جګړې ستړي شوي، نور مالي او ځاني زيانونه هم نه شي زغملى.

د نوموړي په وينا، ځينې هېوادونه د افغانستان د وېشلو پلان لري او ځينې نور غواړي چې کورنۍ جګړې ته لاره هواره، ايران، پاکستان، هند او روسيه په کورنۍ جګړه کې ښکېل کړي.

هغه په دې پيغام کې اندېښنه څرګنده کړې، ښايي هېواد او هېوادوال له ٢٠١٤ کال وروسته له داسې پېښو سره مخ شي، چې هېڅوک يې تمه نه لري.

انجنير حکمتيار د احتمالي بحران او د کورنۍ جګړې د رامنځ ته کېدو د مخنيوي په موخه ځينې وړانديزونه کړي دي.

د حزب اسلامي مشر د بحران او شخړې د هواري لپاره پر بين الافغاني تفاهم ټينګار کړى دى.

نوموړي ويلي، په هېواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون د جنګ له دوام پرته بله مانا او پايله نه لري او څوک چې د دوى پر پاتې کېدا ټينګار کوي، بايد پوه شي چې بهرنيان خپلو ګټو ته ګوري، نه د بل چا غوښتنو ته.

انجنير حکمتيار په دې پيغام کې ادعا کړې، چې له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به اوسنى نظام دوام ونه کړي؛ ځکه د ده په وينا، لوېديځ په خپله له اقتصادي رکود سره مخ دى، نو څنګه به وکولى شي چې اوسني نظام سره ډېرې مرستې وکړي.

خو د يادونې وړ ده، چې نړيوالې ټولنې د توکيو په کنفرانس کې له ٢٠١٤ کال وروسته، افغانستان سره د هر ډول مالي مرستو ژمنې کړې دي.

حکمتيار په دغه پيغام کې ويلي، د بهرنيانو تر وتلو وروسته دې امنيتي ځواکونه په اوسني ترکيب کې پاتې شي او د هر يوه (اردو، پوليس او امنيت ملي) لپاره دې يوه باصلاحيته مشرتابه شورا جوړه شي، چې دې ځواکونو ته ملي بڼه ورکړي.

هغه په همدې مهال په ټول هېواد کې د جګړې د بندولو غوښتنه کړې او که چا د جګړې د دوام  هڅه کوله، نو لومړى دې ورته قناعت ورکړل شي او که داسې ونه شوه، نو له ملت دې وغوښتل شي، چې د ملي او سيمه ييزو پاڅونونو له لارې ستونزه حل کړي.

حکميتار په دې پيغام کې ويلي: ((په حکومت کې دې داسې بدلون راشي چې ټولو ته د منلو وړ وي، د دولت حاکميت پر ټول هېواد تامين شي، په هېڅ ولايت کې بايد شخصي، غير دولتي او حزبي واکمني نه وي او په ولايتونو کې لوړپوړي دولتي مسوولين بايد د بل ولايت وي.))

نوموړي د ٢٠١٤ زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ولسمشرۍ، ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو لپاره د يو ځل او هممهاله عادلانه او رڼو ټولټاکنو وړانديز کړى دى.

هغه د ټولټاکنو پر اوسنۍ تګلارې کلکه نيوکه کړې او زياته کړې، چې اوسنۍ پروسه ډېره ناسمه، ستونزمنه، غير عادلانه او نامعقوله ده؛ نه د هېواد له شرايطو سره سمون خوري او نه يې څوک د لګښت وسه لري.

د حزب اسلامي مشر د زياتو سياسي ګوندونو له شتون سره هم مخالفت ښودلى او زياته کړې، چې د احزابو تعدد په ځانګړې توګه د وړو سيمه ييزو او قومي ډلو شتون تشنج رامنځ ته کوي او ملي يووالي ته زيان رسوي.

نوموړي ويلي، چې د ټولټاکنو پرمهال دې واړه ګوندونه سره يوځاى او يا هم متحده انتخاباتي ټولګه جوړه کړي او يا دې هم په کوم لوى ملت شموله ګوند کې مدغم شي.

انجنير حکمتيار ويلي، تر ټولټاکنو وروسته لومړى حکومت بايد ايتلافي وي او په هغه کې هرې ډلې ته د رايو په تناسب برخه ورکړل شي، خو په راتلونکو ټاکنو کې دې هغو ګوندونو ته د برخې اخيستو حق نه وي، چې تر لس سلنه کمه رايه يې اخيستې وي.

هغه ويلي، هر افغان بايد مکلف شي چې په پوځ کې لږ تر لږه يو کال خدمت وکړي، ځکه چې افغانستان دومره امکانات نه لري چې د ٣٥٠زره پوځ لګښتونه پوره کړي.

د حزب مشر دغه راز وړانديز کړى، چې رسنۍ، د مخابراتو شبکې، شخصي ښارګوټي، شخصي زندانونه، شخصي وسلوال ځواکونه، خصوصي امنيتي شرکتونه، موسسې او دې ته ورته نورې چارې بايد په دولت پورې وتړل شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.