ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د قربانۍ د مالونو بيې لوړې شوې

په ننګرهار کې د قربانۍ د مالونو بيې لوړې شوې

author avatar
20 Oct 2012 - 14:11
په ننګرهار کې د قربانۍ د مالونو بيې لوړې شوې
author avatar
20 Oct 2012 - 14:11

جلال اباد (پژواک ٢٩ تله ٩١): په ننګرهار کې د څارويو سوداګر ادعا کوي، چې د ګمرک مامورين او سرحدي پوليس ترې غيرقانوني پيسې اخلي؛ ځکه سږ کال د قربانۍ د څارويو بيې لوړې دي، خو چاروکي بيا دغه ادعا ردوي.

د لوى اختر په را رسېدو سره په ننګرهار کې د څارويو د پلور بازار تود شوى، خو يو شمېر خلک شکايت کوي چې د پخوا په پرتله د څارويو په نرخونو کې لوړوالى راغلى دى.

ټاکل شوې، چې لوى اختر د راتلونکې جمعې ورځ (د تلې پنځمه) ولمانځل شي.

په دغه  اختر کې ځکه مسلمانان څاروي قرباني کوي، چې د ابراهيم (ع) سنت پر ځاى شي.

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالعزيز، چې د جلال اباد ښار هډې فارم ته نږدې د څارويو منډيي (ګنج) ته د څارويو اخيستو په موخه راغلى و، د تلې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږ کال د تېر کال په پرتله د څارويو بيې لوړې دي.

هغه زياته کړه، چې تېر کال يې يو غويى په ٢٥٠٠٠ افغانۍ پېرلى و، خو سږ کال هماغه اندازه په ٤٠ زره هم نه شي اخيستى.

نوموړى وايي: ((سږ کال څاروي ټول د اور په بيه دي، يو اوزګوړى چې هم اخلې د څوارلس پنځلس زره نه کم نه کېږي.))

احمد نبي چې د جلال اباد منډيي  ته د څاروي اخيستلو په موخه راغلى وايي، چې سږ کال د څارويو په بيو کې لس سلنه زياتوالى راغلى دى.

د هغه په وينا،  تېر کال يو پسه په لس- دوولس زره و، خو اوس يې که وګورو پنځلس- شپاړس زره نه کم نه کېږي.

د څارويو يوه سوداګر محمدنذير چې له پاکستانه يې څاروي راوړي وايي، چې د محصول د زياتوالي له امله د څارويو بيې لوړې شوې دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې په هره پوسته کې ترې پوليس غير قانوني پيسې اخلي نو مجبور دي چې دوى د څارويو نرخ لوړ کړي.

هغه زياته کړه: ((له پاکستانه خو يې موږ په قاچاقي ډول راوړو خو بيا هم پر يو لوى څاروي زموږ ١٧ زره کلدارې لګښت راځي خو کله چې يې افغانستان ته راوړو په هر پاټک کې رانه پيسې اخلي.))

د سعيد په نوم يوه بل سوداګر هم ورته خبره کوي او وايي، چې د پولې دغه غاړه ترې سرحدي پوليس او د ګمرک کار کوونکي پيسې اخلي:

نوموړى وايي : ((حق ناحقه زمونږ موټر ودروي او پېسې رانه غواړي حال دا چې مونږ محصول هم کړى وي.))

سعيد وړاندې وايي، چې تر منډيي پورې يې په يوه څاروي دوه ويشت زره کلدارې مصرف راځي نو اړ دي چې نرخ يې لوړ کړي.

ځدراڼ، چې له کونړ ولايت څخه يې د جلال اباد منډيي ته وزګوړي او پسونه راوستي، وايي، چې په لارو کې يې پوليس او وسلوال  دواړه تنګوي.

هغه وايي، چې پوليس ترې په دې موخه پيسې اخلي چې دا يې له بهره راوړي او وسلوال يې په دې بهانه تنګوي چې دا څاروي دولت ته وړې.

نوموړي پژواک ته وويل : (( نو چې موږ نه په يوه پسه دوه  –  درې زره روپۍ لاړې شي نو مجبور يو چې دلته يې قيمته خرڅ کړو. ))

د جلال اباد څارويو د منډيي منشي سميع الله د جلاپانو(څاروي پلورونکو) تورونه ردوي او وايي چې دولت ترې قانوني پېسې اخلي خو چې دولت په څارويو محصول لوړ کړى ځکه يې نرخونه هم لوړ شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل : ((پخوا به يوه کيلو غوښه په ١٢٠ افغانۍ وه او اوس  ٢١٠ افغانيو ته لوړه شوې ده. ))

د ننګرهار د ګمرک رييس احسان الله کامه وال د جلاپاآو (څاروي پلورنکو) ټولو تورونه ردوي هغه وايي چې څاروي که له پاکستانه قانوني رااوړي اوکه غېر قانوني خو ګمرک د دغو څارويو محصول کوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل  ((دغه څاروي د پاکستان نه په قاچاقي لارو راځي خو موږ د څارويو لپاره يوه بېله څانګه جوړه کړې تر څو يې ژر محصول کړو، دغه اداره په لارو کې فعاليت کوي .))

د هغه په وينا، د ګمرک مامورين هېڅکله د قانوني محصول نه زياتې پېسې نه اخلي.

د ختيځ زون د سرحد پوليسو وياند ادريس مومند هم د جلاپانو تورونه ردوي او وايي، چې سرحدي پوليس که دغه ډول ناقانونه اموال ونيسي سم د واره يې ګمرک ته سپاري.

هغه زياته کړه : (( هېڅ کله هم سرحدي پوليس له چا نه پيسې نه اخلي او که چېرې له چا سره قانوني شواهد موجود وي له زموږ سره دې شريک کړي))

مومند زياتوي، چې له سرحدي پوليسو سره اوس هم د غېر قانوني اموالو د انتقال ١٥ قضيي ثبت دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.