ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زه به بې زویه اخترڅه کړم

author avatar
25 Oct 2012 - 14:03
author avatar
25 Oct 2012 - 14:03

 غزني ښار(پژواک، ۴ لړم ۹۱) : زه به بې زویه اخترڅه کړم؟ دا دهغې میرمنې خبره ده، چې څوموده مخکې يې یومشرزوى بهرنیوځواکونوپه ډزوکې وواژه.

 دغزني ولایت دده یک ولسوالۍ دعلي قلاپه سیمه کې په يوه ګنډواله کې يوغريب کورده، چې هلته یوه میرمن ، دوه ماشوم هلکان او دوه نجونې په کې ژوند کوي.

 ددې کورسرپرستي ددې کورنۍ د میرمنې ګل بي بي پر غاړه ده، ګل بي بي ،چې نږدې ۴۰ کاله عمر لري اوځانته ژوند کوي، خپل خاوند يې ۱۵ کاله مخکې دیوې ناروغۍ له امله له لاسه ورکړی او څوموده مخکې يې بهرنیوځواکونو ځوان او مشر زوی عبدالله هم په ډزوسره وواژه.

 ګل بي بي، چې سترګې يې له اوښکو ډکې وې او خبره يې بنده بنده کیده پژواک ته وویل :(( په هغه ورځ مې زوی په کورکې کارکاوه، چي امریکایانوپه خپل کورکې په ډزو وویشت اوټول کوريې راته په سرو وینو رنګ کړ.))

 ګل بي بي، د خاوند له مړنيې وروسته له خپلو لیورونوڅخه جلا ژوند کوي او دلاس نیوي يې څوک شته.

 ددې په خبره ، چې یو خو يې ورور ډیرسپین ږیری دى اوبل دهغه اقتصادي حالت هم دومره ښه نه ده ، چې له دې سره مرسته وکړي او له لیورونوسره هم خفه ده.

  ګل بي بي د پژواک ددې پوښتنې په ځواب کې ،چې ولې بهرنیوځواکونو ددې ځوان زوى وواژه؟   وویل:(( دلته کلي ته امریکایان راغلي و او زموږ د کور په کوڅه کي ولاړو، چي طالبانو ورباندې یوډز وکړ، زما زوی په کورکې په خټوباندې بوخت و او کله چې يې له دیواله نه سر ورپورته کړ هغو ورباندې ډزې وکړې او زما زوی يې په سر دوه مرمۍ وویشت، چې ځاى پرځاى مړشو.))

ګل بي بي وايي، چې له بهرنیوځواکونوسره د ملي اردوځواکونه هم وو. 

 دغه میرمن زياتوي ، چي نوموړې نورپه کورکې هم څوک د ګټې نه لري او نور دوه زامن يې واړه  دي.

ګل بي بي دپژواک ددې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې يې دولت ته مراجعه نه ده کړې او له دولت څخه ولې مرسته نه غواړي؟ وویل: ((دقسم حق راباندې نه لرې، چې دومره منډې مې کړې دي، په ټولو دولتي اداروکې مې د خپل زوی عريضه کړې، خو تراوسه يې راسره د يوې روپۍ مرسته هم نه ده کړې او دوی یواځې راته وايي، چې بل وخت راشه.))

 ددغې میرمنې بیا له اوښکو سترګې را ډکې شوې او ويې ویل:((نواوس ته ووایه چې زه بې زویه اخترڅه کوم ؟)

نوموړې وايي، چې کله بهرنیوځواکونو يې ورته ځوان زوی وواژه او وروسته چې کله ددوى کورته ورغلل او پوه شول، چې بې ګناه ده، نو په سپین کاغذ يې په انګلیسي ژبه دا هم ورته ولیکل ، چې دغه کس بې ګناه د بهرنیوځواکونوله لوري وژل شوی او له یادې مور سره دې هر ډول مرسته وشي.

 خو دا میرمن وايي، چې دغه کاغذ يې په ټولو دولتي ادارو وګرځاوه، خوهیچا ورسره مرسته ونه کړه .   

ګل بي بي زياتوي:(( دغه ماشومان هره ورځ راته ژاړي او وايي، چي موږ ته داخترلپاره نوې جامې وکړه ، خو له ماسره د يوې جوړې جامو روپۍ هم نشته، په څه شي يې ورته واخلم.))

 ددغې میرمنې یوې ۱۳ کلنې لور زرمینې ، چې خیرنې جامې يې پر تن وې او د خپل مشر وژل شوي ورور انځور يې په لاس کې نيولى و، د مور له خبرو سره يې له سترګو اوښکې روانې وې.

 زرمينې وويل:(( لالا مې امریکایانومړکړ، اوس که دلته وای ماته به يې داخترلپاره نوې جامې کړې وې.))

په غزني کې ددې میرمنې ترڅنګ نورې داسې کورنۍ هم شته ، چې خپل بې ګناه اولادونه يې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.