غزني ښار(پژواک ۴ لړم ۹۱ ): دغزني ښارپه منځ کې نن سهارپه يوې چاودنې کې یوپولیس اویو د ملي امنیت کارکوونکی سخت ټپیان شول.
د غزنې ښار د لومړۍ حوزې امرمحمدهاشم پژواک ته وويل ،چې چاودنه نن لس بجې د غزني ښاراړوند دبهلول صاحب په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه ،کله چې دغه دوه تنه افغان سرتیري پلي روان وو .
هغه زياته کړ، چې یوریموټ کنټرول ماین د یادي حوزې په سیمه کې ځاى پرځاى شوی او وروسته ورته چاودنه ورکړل شوه، چي له امله يې یوپولیس اویودملي امنیت کارکوونکى سخت ټپیان شوي دي.
دده په وینا، تراوسه په دې اړه څوک نه دي نیول شوي، خو پلټنې روانې دي.
د غزني د والي مرستیال محمدعلي احمدي هم یاده پیښه تايیدکړه .
د غزني د ولایتي روغتون مشرډاکتربازمحمدهمت پژواک ته وویل، دوه تنه ، چې يويې پولیس اوبل دملي امنیت کارکوونکى وو، په ټپي حالت کي وروړل شوي دي.
دهمت په خبره، داچي ددغو دواړوټپونه ډیرژور وو د درملنې لپاره يې په غزني کې د ولایتي بیارغونې ډلې مرکزته ولیږدول.
وسلوالوطالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
یوه اونۍ وړاندې هم په یاده سیمه کي د جنايي په کارکوونکوچاودنه وشوه ، خو چاته په کې کوم زیان وانه وښت.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن