ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې له بهير سره يوځاى شوى قوماندان ووژل شو

د سولې له بهير سره يوځاى شوى قوماندان ووژل شو

author avatar
26 Oct 2012 - 09:53
د سولې له بهير سره يوځاى شوى قوماندان ووژل شو
author avatar
26 Oct 2012 - 09:53

ميمنه ( پژواک،٥  لړم ٩١): په فارياب ولايت کې د سولې له بهير سره يوتن يو ځاى شوى قوماندان وژل شوى او يو مخور مشر ټپي شوى دى.

 

د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالخالق آقساى وايي، چى د طالبانو دغه پخوانى قوماندان سيد امير نوميده ،چې تير مازيګر د فارياب په مرکز ميمنه ښار کې د دوو موتر سايکل سپرو په ډزو کې وژل شوى دى.

 

 نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سيد امير يوکال مخکې له خپلو يوولسو وسلوالو سره په پښتونکوت ولسوالۍ کې د سولې له بهير سره يوځاى شوى و.

 

 آقساى زياته کړه، چې  قوماندان امير د وسلوالو طالبانو لخوا وژل شوى او امنيتي ځواکونه د بريد کوونکو د نيولو لپاره پلټنې کوي.

 

په يوه بله ورته پيښه کې د پښتونکوت يوه مخورمشر ټپي شوى دى.

 

د فارياب امنيه قوماندان وويل، چې دغه مخور بابر نوميږي ،چې په ميمنه ښار کې د يوه موتر سايکل سپور په ډزو کې ټپي شوى دى.

 

هغه وايي،قوماندان بابر له دې امله ، چې د پښتونکوت په سبز سيمه کې يو مخور تن و، دولت هغه ته په سيمه کې د يوې امنيتي پوستې مسووليت ورکړى و.

 

 د سرچيني په وينا، دغه بريد سياسي بڼه لري او دا د وسلوالو طالبانو کار دى.

 

وسلوال طالبان تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 په سيمه کې يوه دوکاندار محب الله پژواک ته وويل، چې قوماندان بابر په ميمنه ښار کې د ابوبکر جوزجاني د ليسې مخې ته د تيريدو په حال کې و، چې ورباندې د تومانچې دوه ډزې وشوې ، په لاس او پښه ټپي شو.

 

دغه دوکاندار نيوکه وکړه، چې په دې وروستيو کې پر مخورو کسانو بريدونه زيات شوي او امنيتي ځواکونه تر اوسه نه دي توانيدلي، چې  عاملين يې ونيسي.

 

د يادونې ده، چې درې ورځ وړاندې د پښتونکوت يوه بل مخور تن  ارباب ريحان په ميمنه ښار کې د دوو موتر سايکل سپرو په ډزو کې هم ووژل شو او بريد کوونکي وتښتيدل.

 

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.