ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دايکنډي کې د حاصلاتو د کموالي له امله خوراکي توکي کم شوي

په دايکنډي کې د حاصلاتو د کموالي له امله خوراکي توکي کم شوي

author avatar
27 Oct 2012 - 09:50
په دايکنډي کې د حاصلاتو د کموالي له امله خوراکي توکي کم شوي
author avatar
27 Oct 2012 - 09:50

دايکندي (پژوک٦ تله ٩١) : سيمه ييز مسوولين وايي، چې د دايکنډي خلک د خوراکي توکو له کموالي سره مخ دي او که له ژمي وړاندې ورته مرستې ونه رسول شي له ګڼو ستونزو سره به مخ شي.

دايکنډي د هغو مرکزي او صعب العبوره ولاياتونو په ډله کې دى، چې تر بلې مياشتې پورې يې د اورښت له امله لارې بنديږي.

د دايکنډي د کرنې او مالدارۍ مشر مهدي موحدي وايي، چې په تېرو کلونو کې به دايکنډي د غنمو د حاصلاتو کچه له٤٥ تر ٥٠ زرو ټنو پورې وه خو سږ کال يې کچه  ٣٠ زره ټنو ته ټيټه شوې، چې خلک يې د غنمو له کموالي سره مخ کړي دي.

هغه د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې وويل، چې دايکنډي په هر کال کې ٧٠ زره ټنه غنمو ته اړتيا لري او زياته يي کړه: ((په داسې حال کې چې ٤٠ زره ټنوغنمو ته اړتيا لرو خو موږ په خپلو زېرمو کې يواځې دوه زره ټنه غنم لرو.))

د کرنې مشر د غنمو د کموالي لامل د پسرلي موسم په لومړيو کې د هوا سوړوالى او د کال په منځ کې وچ کالي په ګوته کړه او زياته يي کړه، چې د نخود، لوبيا او جوارو ترڅنګ د نورو حبوباتو کچه هم ٦٠ سلنه ټيټه شوې ده.

يو شمېر خلک هم اندېښمن دي، که مرستې ورسره ونه شي د ژمي په موسم کې به د خوراکي توکو له کموالي سره مخ شي.

د دايکنډي د مرکز نيلي يوه اوسېدونکي سيدعلم وويل: ((زه کرنيزه ځمکه نه لرم او په ښار کې جواليتوب کوم او خوراکي توکي له بازاره پېرم خو سږ کال نرخونه ورځ تر بلې لوړيږي.))

هغه زياته کړه، چې په نورو کلونو کې به  د کال په دغه وخت کې د يو من غنمو بيه ١٠٠ افغانۍ وه خو سږ کال د غنمو بيه ١٦٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

نوموړى زياتوي، چې ځيني ورځې ورته کار پيدا کېږي او دوه سوه افغانۍ تر لاسه کوي او له بازار څخه د ټولو خوراکي توکو د پېرلو توان نه لري او له دولت او موسسو څخه غواړي، چې د ژمې د موسم له رسېدو وړاندې له دوى سره مرسته وکړي.

د ياد ولايت د سنګ تخت ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي طالب وايي، چې د کرنيزو ځمکو د حاصلاتو د کموالي له امله  يو شمېر کورنيو خپل يو يا دوه غړي نور ښارونو او ان ايران او پاکستان ته د کار کولو په موخه  استولي دي.

هغه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې ايران په زور افغان مهاجرين باسي او پاکستان کې هم په اسانه کار نه پيدا کېږي او د دايکنډي خلک په عجيب وضعيت کې ګير دي.

دغه قومي مشر وويل: ((زموږ د يوه ګاونډي حاصلات يخ وهلي دي او مرستو ته اړتيا لري، موږ څو تنو ورسره د يو من او نيم غنمو مرسته وکړه خو په  دوامداره توګه د مرستې کول ګران دي.))

د دايکنډي د ولايتي شورا مشر سهراب علي اعتمادي هم اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې په روان کال کې د خوراک نړيوال سازمان هم د کار په مقابل کې د خوړو برنامه هم نه درلوده او له بل لوري خلک د خوراکي توکو له کموالي سره مخ دي له همدې امله به سږ کال د دايکنډي خلک له سختو ستونزو سره مخ شي.

هغه زياته کړه: ((که دولت او موسسې دغه کموالي په خپلو مرستو جبران نه کړي په راتلونکي ژمي کې دايکنډي د انساني تلفاتو شاهد وي.))

د ولايتي شورا مشر زياته کړه، چې اروزګان او هلمند له لوريو د دايکنډي اکمالاتي لارې ناامنې دي او د باميان او ميدان وردګو لارې يوه مياشت وروسته د اورښت له امله تړل کېږي او په کار ده، چې د لارو له بندېدو وړاندې مرستې دغه ولايت ته انتقال شي.

د هغه په وينا، د دايکنډي ٧٠ سلنه خلک د خوراکي توکو د پېرلو توان نه لري او بشردوستانه مرستو ته اړ دي او دولت بايد هر څومره ژر په دې برخه کې اقدام وکړي ترڅو د انساني فاجعې له رامنځته کېدو مخنيوى وشي.

خو له پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې مشر محمد دايم کاکړ ويلي، چې تر اوسه يې خوراکي او غير خوراکي توکو د پېرلو په موخه اتيا ميليونه افغانۍ ولايتونو ته استولې دي.

هغه زياته کړه، چې د غور، دايکنډي بدخشان او نورستان ولايتونو په ګډون يو شمېر نور صعب العبوره ولايتونه د دوى په لومړيتوب کې دي.

دغه اداره وايي، چې په خپلو ولايتي زېرمو کې ٢٨٩٥ ټنه وړه ، زر ټنه وريجي، ٢٧زره متريکه ټنه غنم، لس زره تختې کمپلي او لس زره ټنه نور خوراکي توکي لري.

خو له پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې مشر له مسوولو ارګانونو، حکومت او نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه، مخکې تر دې چې د ولايتونو لارې بندې شي په مرستو رسولو کې دې همکاري وکړي ترڅو په راتلونکي ژمي کې د انساني تلفاتو کچه ټيټه شي.

 

 

 

 

 

 

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.