ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې وسلوالو پنځه تنه ووژل

په غزني کې وسلوالو پنځه تنه ووژل

author avatar
27 Oct 2012 - 15:34
په غزني کې وسلوالو پنځه تنه ووژل
author avatar
27 Oct 2012 - 15:34

غزني ښار(پژواک ٦ لړم٩١): وسلوالو کسانو د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پنځه تنه ملکي وګړي ، چې د کابل اوسېدونکي دي ، له موټر څخه ښکته کړي او وژلي دي .

د غزني د ملي امنيت امر سمونوال محمد حسين پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ياد شوي کسان وسلوالو طالبانو تېر ماښام  د اندړو د جباروال په سيمه کې  له موټر څخه ښکته کړي او بيا يې په ډزو وژلي دي .

 دى وايي، چې نن سهار د يادو کسانو مړي د جباروال په  سيمه کې موندل شوي دي  .

سرچينې زياته کړه،چې افغان ځواکونه سهار اته بجې يادې سيمي ته ورغلل او ياد شوي مړي  يې د غزني  ولايتي روغتون ته ولېږدول .

د وژل شويو کسانو خپلوان هم ياد شوي روغتون ته ورغلي دي .

عبدالزراق چې زوى په وژل شويو کسانو کې دى ، په يادشوي  روغتون کې پژواک ته وويل ، چې تېره ورځ ناوخته ناپېژانده کس ورته زنګ وواهه او ويې ويل چې دغه کسان په ياده سيمه کې وژل شوي دي.

له وژل شويو کسانو څخه د يو تن ورور علي رضا وويل ، چې وژل شوي کسان د کابل د دشت برچي او قلعه شاده د سيمې اوسېدونکي دي.

دده د معلوماتو له مخې، وژل شويو پنځو واړو د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې مزدوري کوله او تېره ورځ په يو کرايي کرولا موټر کې کابل ته روان وو، چې طالبانو له موټر نه ښکته کړي او بيا يې وژلي دي .

 

د جباروال د سيمي اوسيدونکى محمد کريم هم وايي ، چې  ياد شوي کسان وسلوالو  طالبانو له موټر نه ښکته کړي او وژلي دي .

 خو وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي .

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.