غزني ښار (پژواک ۱۰ لړم ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، د حقاني شبکې يوه مشهور قوماندان، چې د خپل ملګري له خوا څو ورځې مخکې ټپي شوى و، ساه ورکړه.
د غزني د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات د لړم په ١٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې ياد قوماندان مولوي کامران نومېده او په ټول غزني ولايت کې يې فعاليت کاوه.
د هغه په وينا، څو ورځې وړاندې د پاکستان په کوېټه ښار کې د خپل يو ملګري پاکستاني طالب له خوا پر ډزو ووېشتل شو او سخت ټپي و، چې تېره ورځ يې ساه ورکړه.
نوموړي زياته کړه، چې ياد قوماندان څو ورځې په کوېټه کې تر درملنې لاندې و، د هغه مړى تېره شپه د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
د ملي امنيت رييس وايي، چې مولوي کامران د قره باغ ولسوالۍ د برله سيمې اوسېدونکى و او د غزني په ډېرو نا امنيو کې يې لاس درلود او ګڼ شمېر خلک يې هم وژلي و.
د ده په خبره، د مولوي کامران وژنه وسلوالو طالبانو او په ځانګړي ډول د حقاني شبکې لپاره ډېره لويه تشه او ضربه ده.
د قره باغ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ضياالله پژواک اژانس ته وويل: ((تېره ورځ موږ وليدل، چې کامران يې راووړ او خاورو ته يې وسپاره.))
د هغه په وينا، مولوي کامران د حقاني شبکې يو فعال قوماندان و او په قره باغ ولسوالۍ کې يې ډېر ملګري درلودل او د نا امنيو په ډېرو پېښو کې يې لاس درلود.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن