ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مور او زوى د قتل په تور ونيول شول

مور او زوى د قتل په تور ونيول شول

author avatar
8 Nov 2012 - 17:45
مور او زوى د قتل په تور ونيول شول
author avatar
8 Nov 2012 - 17:45

 شبرغان ( پژواک ١٦عقرب ) : پوليسو په جوزجان کې د يوتن د وژل کېدو په تړاو د وژل شوي تن  زوى او ښځه ونيول .

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت نن وويل ، چې د شبرغان ښار د يکه باغ د سيمې يو اوسېدونکى ٦٥ کلن غلام حيدر تېره شپه  د خوب په بستر کې د تېشې په ګوزارونو وژل شوى دى .

دده په وينا، لومړنۍ پلټنې ښيي ، چې غلام حيدر د هغه ښځې ( شېرين ) او زوى يې ( خيرالله ) وژلى دى .

دى وايي، چې شېرين د جوزجان د ښوونکو د روزنې په موسسه کې د ملازم په توګه دنده لري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د غلام حيدر بلې ښځې ويلي، چې غلام حيدر ، شېرين او خيرالله وژلى دى .

د سرچينې د څرګندونو له مخې، قاتلينو د غلام حيدر تر وژلو وروسته ياده تېشه په بيت الخلا کې غورځولې وه او خيرالله د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ ته تښتېدلى و.

 هغه وويل، چې خيرالله نن د بلخ پوليس نيولى او د جوزجان امنيه قوماندانۍ ته يې سپارلى دى او شېرين پوليسو  د يکه باغ په سيمه کې د هغې د خپلوانو په کور کې نيولې ده .

دى وايي، چې د موضوع په اړه له يادو نيول شويو کسانو پلټنې روانې دي.

په جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو کې د بشري حقونو د سازمان د معلوماتو له مخې، په روان کال کې په شبرغان کې  دا څلورم قتل دى ، چې ښځې نارينه وژني.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.