ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا د طالب بنديانو د خوشې کولو هرکلى وکړ

امريکا د طالب بنديانو د خوشې کولو هرکلى وکړ

author avatar
15 Nov 2012 - 14:52
امريکا د طالب بنديانو د خوشې کولو هرکلى وکړ
author avatar
15 Nov 2012 - 14:52

اسلام اباد ( پژواک ٢٥ لړم ٩١ ) : امريکا د پاکستان د حکومت دهغې پرېکړې هرکلى وکړ، چې غواړي يو شمېر طالب بنديان خوشې کړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا او پاکستانيو چارواکيو ترمنځ تر درې ورځنيو خبرو اترو وروسته په يوه خپره شوې ګډه اعلاميه کې راغلي، چې د سولې پروسې د پرمختګ لپاره پاکستان يو شمېر افغان طالب بنديان خوشې کوي.

خو په اعلاميه کې د خوشې کېدونکو طالب بنديانو شمېره او د هغوى هويت نه دى په ډاګه شوى.

بلخوا امريکا د پاکستان ددې پرېکړې هرکلى کړى ، چې غواړي يو شمېر طالب بنديان خوشې کړي.

په اسلام اباد کې د امريکا د سفارت يو تن ديپلومات ( ډيپټي چيف اف مشن ) رچرډ هوګلينډ د لړم په ٢٥مه، خبريالانو سره د خبرو پر مهال په ډاګه کړه، چې پاکستان د افغانستان دسولې په پروسه کې مهم رول لوبولى شي .

هغه زياته کړه  : (( موږ له پخوا څخه د افغانستان حکومت ته ويلي و ، چې د سولې پروسه پرمخ بوځي.))

د نوموړي په وينا، له افغانستان څخه بهر د دولت هغه مخالفين، چې اساسي قانون ته درناوى ولري هغه بايد خوشې کړاى شي .

د امريکا د سفارت يادې سرچينې وويل، چې په افغانستان کې دننه هم هغه ډلې، چې ترهګري پرېږدي، بشري حقوقو او په ځانګړې توګه د ښځو حقوقو ته احترام لري، د افغانستان په سياسي پروسه کې برخه اخيستى شي.

که څه هم تر اوسه دخوشې کېدونکو بنديانو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي، خو ويل کېږي، چې پاکستان اته بنديان خوشې کوي.

سرچينې زياتوي ، چې په دې کې د طالبانو د عدليې وزير ملا ترابي او دوه نور استخباراتي افسران شامل دي.

د طالبانو د تحريک مرستيال ملا عبدالغني برادر ، چې له تېرو څو کلونو راهيسې په پاکستان کې بندي دى، د خوشې  کېدو په اړه يې څه نه دي ويل شوي. 

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.