کابل ( پژواک، ٢٥ لړم ٩١): په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د عسکرو ماموريت د ٢٠١٤ زيږديز کال تر پايه و غځول شو.
د اروپايي ټولنې ملکي عملياتي قوماندان هانسجور هابر کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې وويل، چې دغه ماموريت د اروپايي ټولنې د ټولو غړو په موافقه او خوښه غځول شوى دى.
هابر چې پرون يې په يوه خبري ناسته کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموريت له مشر کارل اکه راګه سره خبرې کولې وويل، چې ټاکل شوې وه دا ماموريت د راتلونکي ٢٠١٣ زيږديز کال د جون په مياشت کې پاى ته ورسيږي.
هغه زياته کړه، چې د اروپايي ټولنې پوليس په افغانستان کې له دې وروسته خپل سيمه ييز شتون (حضور ) کموي او ددوى ډير تمرکز به د افغان ځواکونو په زده کړه باندې وي.
(EUPOL) په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د عسکرو ماموريت، چې د ٢٠٠٧ زيږديز کال د جون په مياشت کې پيل شوى، په افغانستان کې د قضايي او امنيتي بنسټونو لوړ رتبه چارواکو ته د مشرتابه، مديريت او د قانون د پلي کولو په برخه کې زده کړې ورکوي.
د اروپايي ټولنې ملکي عملياتي قوماندان وويل، چې دغه ټولنه به په افغانستان کې له ٢٠١٤ کال څخه وروسته د خپل ماموريت پرېکړه ، په راتلونکي اوړي کې د افغانستان ستراتيژيک وضيعت ته په کتو سره وړاندې کړي.
هابر وويل، چې افغان پوليس په عين حال کې له تروريزم سره د مبارزې مسووليت هم پر غاړه لري او نن به له افغان چارواکو سره د ځواکونو په زده کړه او وخت خبرې وکړې.
خو هغه وويل:” دا د افغانانو غوښتنو پورې اړه لري ، چې دوى څنګه پوليس غواړي.”
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې عسکرو د ماموريت مشر کارل اکه راګه، چې په همدې غونډه کې يې شتون درلود وويل، له نورو نړيوالو مرستندويانو سره يو ځاى د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو او قضايي او عدلي ارګانونو ته له فساد سره د مبارزې او د قانون د پلي کېدو په برخه کې مشورې ورکوي.
هغه څرګنده کړه، چې افغان پوليسو،د امنيتي بنسټونو د مسوولينو وړتياوو او اداري ظرفيتونو يې هم زيات پرمختګ کړى دى.
اکه راګه وويل، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پوليس په دې هڅه کې دي، چې له قضايي او عدلي بنسټونو سره د پوليسو همغږيتوب زيات کړي.
هغه د پوليسو د جوړولو په پروسه کې د اداري فساد شتون يو له لويو ننګونو څخه وباله او زياته يې کړه، چې بايد د فساد له شتون سره مبارزه ګړندۍ شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن