ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دوبۍ کې د ناټو لخوا په جوړېدونکي کنفرانس کې حکومتي پلاوى ګډون نه کوي

په دوبۍ کې د ناټو لخوا په جوړېدونکي کنفرانس کې حکومتي پلاوى ګډون نه کوي

author avatar
15 Nov 2012 - 14:10
په دوبۍ کې د ناټو لخوا په جوړېدونکي کنفرانس کې حکومتي پلاوى ګډون نه کوي
author avatar
15 Nov 2012 - 14:10

کابل ( پژواک ٢٥ لړم ٩١ ) : حکومتي پلاوى په هغه کنفرانس کې ګډون نه کوي، چې د ناټو لخوا په دوبۍ کې دافغانستان په اړه سبا پيليږي.

دغه دوه ورځنى کنفرانس ټاکل شوې ده، چې د لړم په ٢٦مه او ٢٧مه، د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د ناټو سازمان لخوا پيل شي.

ناټوسازمان وايي،چې دا کنفرانس  د عامه چارو او اړيکو په اړه جوړېږي او د کنفرانس نوم (( د افغانانو غښتلى غږ د باثباته افغانستان لپاره)) دى.

په بلجيم کې د ناټو سازمان وياندې اووانا لانګيسکو د لړم په ٢٥مه،پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې کنفرانس کې دافغان حکومت د بېلابېلو وزارتونو او ادارو وياندويانو او د رسنيو د مسوولينو ترڅنګ د مدني ټولنې او رسنيو استازي هم رابلل شوي دي.

خو هغې زياته کړه، چې د افغانستان حکومت په وروستيو شېبو کې په لوړه کچه  پرېکړه وکړه، چې په دې کنفرانس کې ګډون نه کوي.

اووانا وايي:(( دافغان حکومت د پلاوي نه ګډون ناهيله کوونکى دى،دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د روم، بروکسل، برلين، زګريب او دوبۍ په کنفرانسونو کې يې ګډون کړى   و.))

د نوموړې په وينا، ناټو له تېرو څو مياشتو راهيسې له افغان حکومت سره په ګډه ددې کنفرانس د جوړولو په پلان کار کړى دى.

د ناټو سازمان وياندې وويل، چې په کنفرانس کې له نه ګډون سره سره افغان حکومت پرېکړه کړې ، چې له ناټو سره د اړيکو او عامه چارو په برخو کې ګډ کار ته ژمن دى.

هغې زياته کړه، چې دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت وړانديز کړى، چې د ٢٠١٣ زېږديز کال پر مهال دې په کابل کې همدا ډول کنفرانس جوړ شوي ، چې ناټو ددې وړانديز ملاتړ کوي.

د ناټو سازمان ويانده وايي، چې دا کنفرانس له افغانستان پرته ځکه نه ترسره کېږي، چې په دې کنفرانس کې د افغانستان د مدني ټولنې او رسنيو  ٢٥ تجربه لرونکي کسان ګډون کوي.

د اووانا په وينا، دغه راز په دې کنفرانس کې د ناټو او ايساف اړوندو هېوادونو له سلو څخه زيات نور کسان هم ګډون کوي او خپل نظرونه به د يادو موضوع ګانو په اړه شريکوي.

هغې زياته کړه : (( موږ دې کنفرانس او د يوه با ثباته افغانستان لپاره، غښتلي افغان غږ ته ژمن يو. ))

د چارو د ادارې وياند رفيع فردوس وايي، چې دافغانستان حکومت او د چارو اداره د ناټو د دوبۍ دکنفرانس په اړه په جريان کې شوي و.

هغه زياته کړه، چې په دې کنفرانس کې تر ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ د اړيکو په همغږۍ  بحثونه کېږي .

په دې کنفرانس کې د حکومت د نه ګډون په اړه رفيع فردوس وويل، چې په دغه کنفرانس کې دحکومت ٢٥ کسان، چې ډېرى يې وياندويان وو، بلل شوي وو، خو د ولسمشر په حکم دوى په کنفرانس کې ګډون نه کوي.

هغه زياته کړه : (( د افغانستان حکومت نظر دا و، چې دا کنفرانس بايد په کابل کې ترسره شي.))

د فردوس په وينا، دا چې ناټو دا کنفرانس د کابل پر ځاى په دوبۍ کې جوړوي، د ولسمشر په حکم دولتي پلاوى پکې ګډون نه کوي.

نوموړى وايي ، چې افغانستان  د دې کنفرانس د پايلو هرکلى کوي.

خو يوې بلې سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژوا ک اژانس ته وويل ، چې د ناټو او حکومت ترمنځ د دولتي پلاوي په لېست کې د ځينو کسانو دنوم د نه شتون له امله ستونزه را پيدا شوې وه.

سرچينه زياتوي، چې د حکومت ځينو کسانو غوښتل، چې په دې لېست کې شامل شي، خو چې ناټو ددوى غوښتنه ونه منله، نو حکومت پرېکړه وکړه، چې په دې کنفرانس کې ګډون نه کوي. 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.