ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسلوال طالبانو د خپلو يو شمېر بنديانو د خوشې کېدو هرکلى وکړ

وسلوال طالبانو د خپلو يو شمېر بنديانو د خوشې کېدو هرکلى وکړ

author avatar
16 Nov 2012 - 14:27
وسلوال طالبانو د خپلو يو شمېر بنديانو د خوشې کېدو هرکلى وکړ
author avatar
16 Nov 2012 - 14:27

کابل( پژواک، ٢٦ لړم ٩١ ) : وسلوالو طالبانو د پاکستان لخوا د خپلو يوشمېر بنديانو د خوشې کېدو هرکلى وکړ.

پژواک خبري اژانس ته د طالبانو لخوا په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له قوله نن (د لړم ٢٦ مه) راغلي، چې ددغو بنديانو د خوشې کيدو هرکلی کوي  او غوښتنه يې داده ،چې نور پاتې بنديان هم را خوشې کړاى شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان سره دسولې د عالي شورا د پلاوي له خبرو اترو وروسته په يوه خپره شوې ګډه اعلاميه کې ويل شوي، چې پاکستان به يو شمېر طالب بنديان خوشې کړي.

په اعلاميه کې راغلي، چې ددې ليدنو پر مهال پاکستاني لوري د سولې د عالي شورا پلاوي ته د هغو هلو ځلو په اړه معلومات ورکړل، چې پاکستان د افغان سولې او پخلاينې په برخه کې يې ترسره کوي .

دغه راز اعلاميه زياتوي ، چې دسولې شورا پلاوي ته په دې برخه کې د پاکستان د مهم رول په اړه معلومات ورکړل شوي او زياته شوې، چې پاکستان د افغانستان دسولې له پروسې څخه ملاتړ کوي.

په اعلاميه کې راغلي، چې دواړو لوريو له وسلوالو طالبانو او نورو وسلوالو ډلو څخه غوښتنه کړې، چې دافغانانو په مشرۍ پيل شوې د سولې په پروسه کې برخه واخلي، څو په افغانستان کې روان تاوتريخوالى پاى ته ورسيږي .

سرچينې زياته کړې ، چې دافغانستان دسولې د عالي شورا په غوښتنه پاکستان يو شمېر طالبان بنديان خوشې کوي.

د طالبانو وياند ويلي: (( له تېرو درېیو لسیزو را په دې خوا زموږ زیات شمېر هیواد وال په پاکستان کې دهجرت شپې ورځې تیروي ،هلته تګ را تګ کوي ، د طالبانو ځينې چارواکي هم  د درملنې یا بلې اړتيا او مجبوريت له امله دغه ګاوندي هيواد  ته ور اوښتي وو، خو هيڅ داسې عمل يې نه و کړی، چې  دبند د سزا وړ وګرځي او نه یې هم دپاکستان ولس او حکومت ته  کوم  زیان  اړولی و، چې ورباندې ونيول شي .))

نوموړي زياته کړې، له همدې امله آزادي دهغوى خپل حق دی ، داچې اوس څو تنو ته داحق ورکړل شو، چې له زندان څخه خوشې کيږي، دايو ښه اقدام دی او طالبان  يې هرکلی کوي.

مجاهد ويلي، دبنديانو آزادي به بې له شکه ددوو ګاونډيو هيوادونو د اولسونو ترمنځ اعتماد زيات کړي .

که څه هم تراوسه دخوشې کېدونکو بنديانو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي، خو ويل کېږي، چې پاکستان اته طالب بنديان خوشې کوي.

ځينې سرچينې زياتوي ، چې په دې کې د طالبانو د عدليې وزير ملا ترابي او دوه نور استخباراتي افسران شامل دي.

د طالبانو د تحريک مرستيال ملا عبدالغني برادر ، چې له تېرو څو کلونو راهيسې په پاکستان کې بندي دى، د خوشې  کېدو په اړه يې څه نه دي ويل شوي. 

ديادونې ده، چې تېره ورځ امريکا د پاکستان د حکومت دهغې پرېکړې هرکلى وکړ، چې غواړي يو شمېر طالب بنديان خوشې کړي.

 په اسلام اباد کې د امريکا د سفارت يوتن ديپلومات ( ډيپټي چيف اف مشن ) رچرډ هوګلينډ خبريالانو سره د خبرو پر مهال په ډاګه کړې، چې پاکستان د افغانستان دسولې په پروسه کې مهم رول لوبولى شي او له افغانستان څخه بهر د دولت هغه مخالفين، چې اساسي قانون ته درناوى ولري هغه بايد خوشې کړاى شي .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.