کابل (پژواک ٢٧ لړم ٩١): ولسمشر حامد کرزي، ناټو او امريکا په فراه ولايت کې د واده پر موټر د ماين هغه چاودنه وغندله چې له امله يې نږدې ٢٠ ملکي وګړي ووژل شول.
دا پېښه پرون له غرمې وروسته د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.
ځايي چارواکو ويلي وو، چې په دې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٧ تنه وژل شوي او تر لسو ډېر نور ټپيان دي، خو نن چارواکو ويلي، چې د ټپيانو له ډلې دوو نورو هم ساه ورکړې ده.
له ارګ څخه د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر کرزي دا پېښه په کلکو ټکو کې وغندله.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسمشر په عامه لارو کې پر ملکي خلکو د ماين چاودنې غير انساني کړنې او د پرديو د مزدورانو کار بللى دى.
کرزي زياته کړه: ((ترهګر په دا ډول وژنو سره غواړي خپل کرغېړن عملونه او جنايتونه، چې د ماشومانو او ښځو له وژلو هم درېغ نه کوي، خلکو ته وښيي.))
بلخوا په کابل کې د امريکا سفارت هم ياده پېښه غندلې او د عامو خلکو پر وژل کېدو يې خواشيني څرګنده کړې ده.
د سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د وسلوالو مخالفينو دا ډول کړنې ښيي، چې هغوى خپل ولس او خلکو ته هېڅ ډول احترام او درناوى نه لري.
دغه راز په افغانستان کې مېشتو د ناټو په مشرۍ ايساف ځواکونو هم پر دې پېښې خواشيني څرګنده کړې او غندلې يې ده.
د ايساف د وياند مرستيال بريد جنرال جان ماډور ويلي، وسلوالو مخالفينو يو ځل بيا ښځې او ماشومان په نښه کړي دي.
هغه زياته کړې: ((د مخالفينو مشر تل ويلي، چې د عامو وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوى کوي، خو دوى يو ځل بيا دغه کار وکړ.))
وسلوالو مخالفينو تر اوسه د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن