ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو سړک او کلينيک ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

يو سړک او کلينيک ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

author avatar
17 Nov 2012 - 17:25
يو سړک او کلينيک ګټې اخيستنې ته وسپارل شول
author avatar
17 Nov 2012 - 17:25

ترينکوټ-غزني (پژواک ٢٧ لړم ٩١): د اروزګان په مرکز کې ٢،٩ کيلومتره سړک قير او په غزني کې يو کلينيک جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

د اروزګان ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره د لړم په ٢٧مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سړک نن د کليو پراختيا وزارت په مالي لګښت ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د سرچينې په وينا، پر ياد سړک ٣٥٥ زره ډالره لګښت راغلى، چې د کليو پراختيا وزارت له پراختيايي بوديجې پرې لګول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مهال په اروزګان کې د بيارغونې د ډېرو پروژو چارې روانې دي، چې د ۱۷ رياستونو ودانۍ تر کار لاندې دي او د ښار پر فرعي سړکونو هم کار روان دى.

د يو بل خبر له مخې، د غزني ښار د کډوالو په ښارګوټي کې په لومړي ځل د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له لوري يو روغتيايي کلينيک جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د غزني د کډوالو چارو رييس عبدالباري رحيمي پژواک اژانس ته وويل، چې په لومړي ځل د کډوالو په ښارګوټي کې د١٣٠ زره ډالرو په لګښت يو روغتيايي کلينيک جوړ شو.

د هغه په وينا، له دې وړاندې په دغه ښارګوټي کې هېڅ روغتيايي مرکز نه و، چې اوسېدونکي يې له ډېرو ستونزوسره مخ وو.

نوموړي زياته کړه، چې دغه کلينيک ١١ خونې لري، چې بېړنۍ، نسايي ولادي او نورې د اړتيا وړ خونې په کې شاملې دي.

د رحيمي په خبره، دغه مركز په يو جرېب ځمكه کې جوړ شوى، چې ودانۍ يې تر ډېره په روغتيايي وسايلو سمباله ده، چې تر درې زره مراجعين به ترې ګټه اخلي.

د غزني د عامې روغتيا رييسې ضياءګل اسفنده يي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د عامې روغتيا وزارت ته وړانديز کړى، څو د دغه روغتون لپاره نوى تشکيل ور ولېږي.

د کډوالو ښارګوټي اوسېدونکي د دغه روغتيايي مرکز په جوړېدو خوښ دي، خو وايي، چې بايد ياد کلينيک ته مسلکي ډاکټران ور ولېږل شي.

د دې سيمې يوه اوسېدونکي محمدرضا پژواک اژانس ته وويل: ((تېر اته کاله موږ کلينيک نه درلود، د شپې به چې ناروغ پيدا شو، نو ښار ته مو نه شو وړاى، تر سهاره به ناست وو.))

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.