هرات (پژواک ٢٧ لړم ٩١): په هرات ښار کې د يوه ماشوم مړى موندل شوى او پوليسو په دې قضيه کې د لاس لرلو په تور يو تن شکمن نيولى دى.
د هرات د امنيې قومندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحميد حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه نهه کلن ماشوم مړى تېر ماښام د ښار د دوولسمې ناحيې په جبرييل سيمه کې وموندل شو.
هغه زياته کړه، چې دغه ماشوم زندۍ شوى او له ورايه يې په غاړه کې د رسۍ نښې ليدل کېږي.
حميدي زياته کړه، پوليسو د ياد ماشوم تره، چې د ماشوم کورنۍ يې پوليسو ته له خبر ورکولو منعه کړې وه، نيولى دى.
د امنيت امر وويل، دا يوه کورنۍ ستونزه وه او پوليس يې په اړه څېړنې کوي؛ خو نور جزئيات يې ورنه کړل.
د جبرييل سيمې يوه اوسېدونکي علي رضا وويل، چې دغه ماشوم عباس نومېده او درې ورځې وړاندې مکتب د تلو پر مهال نادرکه شوى و.
د هغه په وينا، ناپيژانده کسانو د ټيليفون له لارې د ماشوم د پرېښودو په بدل کې د هغه له کورنۍ د يو ميليون افغانيو غوښتنه کړې وه.
تېره اونۍ هم د هرات ښار په دويمه ناحيه کې د يوه ديارلس کلن هلک مړى موندل شوى و.
د پوليسو د څېړنو له مخې، چې دغه ماشوم له جنسي تېري وروسته د وسلوالو له خوا وژل شوى و او مړى يې، چې په بوجۍ کې اچول شوى و د هغه د کور څنګ ته وموندل شو او پوليسو د ده د وژنې په تړاو دوه تنه ونيول.
د لوېديځې حوزې د بشري حقونو سيمه ييز کمېسيون، په هرات کې پر جنسي تېريو او انسان تښتونې اندېښنه څرګنده کړې، د عاملينو د نيولو اوهغوى ته د سزا غوښتونکى شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې څو مياشتې وړاندې د هرات ښار يو شمېر خلکو د ناپېژانده وسلوالو له خوا د انسان تښتونې د پېښو ډېرېدو په غبرګون کې په درې ورځني اعتصاب لاس پورې کړ او د دې شان پېښو د مخنيوي غوښتونکي شول.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن