ميمنه ( پژواک ٢٨ لړم ٩١ ) : په شمال کې د ملي اردو چارواکي وايي چې په فارياب ولسوالۍ کې د څو ورځو عملياتو په ترڅ کې يې ٤٣ تنه وسلوال طالبان وژلي، ټپي کړي او نيولي دي.
دغه څرګندونې په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان جنرال زلمي ويسا د لړم په ٢٨مه، په ميمنه ښار کې ديوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه چې د طلوع خورشيد په نامه دا عمليات چې پکې ملي ځواکونو برخه اخيستې وه، د فارياب په المار، قيصار او غورماچ ولسواليو کې د ملي اردو په رهبرۍ ترسره شوي دي.
جنرال ويسا وويل چې په دې عملياتو کې ٢٠ تنه وسلوال طالبان وژل شوي، ١٧ تنه يې ټپي او ٦ نور ژوندي نيول شوي دي.
د نوموړي په وينا، په وژل شويو طالبانو کې د ملا حمزه، ملا احمد لال، ملاخېل ملنګ او مولوي عبدالرحمن چې د ازبکستان اوسېدونکى دى، د هغوى قوماندانان دي.
هغه وايي چې له مخالفينو څخه وسلې، مهمات ، چاودېدونکي توکي ، يو عراده موټر ، څلور عرادې موټر سايکلونه او تبليغاتي پاڼې هم ترلاسه شوې دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يوه ليکلي پيغام کې چې ددې عملياتو پر مهال يې پر يوه دولتي ټانک چاودنه کړې او شپږ سرتېري يې وژلي دي.
خو جنرال ويسا د طالبانو دغه ادعاردوي او وايي چې په دې عملياتو کې يواځې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي دي او درې نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، دا عمليات سيمه وسلوالو طالبانو څخه دپاکولو په موخه په لاره اچول شوي وو او دسيمې خلکو هم له ملي ځواکونو څخه ملاتړ کړى دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن