ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميدان ښار کې ځانمرګي بريد درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي

author avatar
23 Nov 2012 - 08:51
author avatar
23 Nov 2012 - 08:51

ميدان ښار (پژواک ٣ لېندۍ ٩١): چارواکي وايي، د ميدان وردګو د مرکز  په ځانمرګې بريد کې درې تنه وژل شوي ، لسګونه ټپيان دي او شاوخوا ٣٠ کورونو او دولتي ودانۍ ويجاړې او زيانمنې شوي دي .

د ميدان وردګو ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا بريد نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د مرکزي احصايې د دفتر مخې ته د مازدا ډوله موټر له لارې تر سره شو .

په دې سيمه کې د ګډو ځواکونو د همغږۍ مرکز، امنيه قومانداني، زندان، د ولايت مېلمستون، د سولې د عالي شورا دفتر ، د سوېډن کمېټې دوې ودانۍ او دخلکو کورونه موقعيت لري.

شاهد وويل، په بريد کې يوه ښځه او د ولايت  د مېلمستون دوه کارکوونکي وژل شوي  او  څلور ماشومان ، ١١ ښځې او ٧٥ تنه نور ټپيان  دي .

ده  وويل ،چې په ٧٥ يادو ټپيانو کې  عام خلک، د دولتي ادارو ځينې ملازمان ،٣٣ بنديان  او  د زندان نهه  پوليس  شامل دي .

سرچينې زياته کړه، چې ټپيان د ميدان ښار ملکي او د کابل بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دى وايي، چې له يادو ټپيانو پرته  لسګونو نور ملکي وګړي هم سرسري ټپيان شوي، چې روغتون ته يې مراجعه نه ده کړې.

د هغه په وينا، د يادو ادارو اړوند نورو کارکوونکو ته ځکه زيان  نه دى اوښتى؛ چې هغوى د جمعې د رخصتۍ له امله دفترونو ته نه وو راغلي.

د شاهد په وينا، په بريد کې لس دولتي ودانۍ ويجاړې او زيانمنې شوې او د استوګنې شل کورونه هم ويجاړ شوي او يو شمېر کورونه او هټۍ زيانمنې شوي دي .

د ميدان وردګو امنيه قوماندان مل پاسوال سردارمحمد ځاځي د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه بريد د مازاد موټر له لارې چې له چاودېدونکيو توکيو ډک او پر سر يې لرګي اچول شوي و، تر سره  شو.

دده په وينا، ياد شوى موټر د ولايت د فاميليو له سيمې راغلى و.

دى په دې بريد کې د  ښځو او ماشومانو په ګډون د څه باندې  ٦٠  ملکي وګړو ټپي کېدل تاييدوي او وايي چې په  يادو ټپيانو  ٢٢ تنه بنديان  هم شامل دي ، چې  سرسري ټپيان شوي دي .

 خو د ميدان وردګو ولايت يوې امنيتي سرچينې ، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي ، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دې بريد کې ١٧٩ تنه ټپيان شوي دي.

هغه وايي، چې په  ټپيانو کې ٣١  پوليس ، شپږ د ملي اردو سرتيري ، له ٣٠ زيات بنديان او عام وګړي  شامل دي

خو ده زياته کړه ، چې پوليس ،  د ملي اردو سرتيري او ډېر شمېر ملکي وګړي سرسري ټپيان شوي  دي. 

دغه سرچينه زياتوي چې د ميدان وردګو د محبس ودانۍ هم زيانمنه شوې او له پېښې وروسته يو شمېر بنديانو د تښتې هڅه وکړه ، خو امنيتي ځواکونو يې مخه ونيوه.

خو د يادې سرچينې لخوا د  مرګ ژوبلې  وړاندې شوې شمېرې ،  د ميدان وردګو امنيه قوماندان نه تاييدوي.

 په ميدان ښار کې د افغانستان لپاره د سوېډن موسسې يو کارکوونکي مرسلين چې په دې بريد کې په سر او سترګه سرسري ټپي و ، د پېښې په ځاى کې پژواک ته وويل : ” دغه چاودنه ډېره درنه او وېروونکې وه ”  

هغه وويل،چې د يادې موسسې دوې ودانۍ چې يوه يې د قابلو د روزنې اړوند وه ، سختې زيانمنى شوي او ددې موسسې يو بل کارکوونکى هم ټپي شوى دى.

د يادونې ده  چې د بريد په شاوخوا سيمه کې  د ودانيو کړکۍ ،دروازې او ښيښې ماتې شوي او د کورونو او دفترونو لوازم د ودانيو مخې ته پراته دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې دغه بريد د مازدا ډوله موټر په وسيله د سهيل غزنوي په نوم د دوى يوه کس کړى دى.

د ده په خبره، چې بريد د بهرنيو او افغان ځواکونو د همغږۍ پر مرکز شوى او له امله يې د يادو ځواکونو په لسګونه تنه وژل شوي دي.

دى وايي، چې دغه بريد يې د څرخي پله په زندان کې د خپلو اعدام شوو څلورو ملګرو په غچ کې کړى دى.

په ياد زندان کې تېره سې شنبې او چهارشنبې ١٤ تنه اعدام شول.

حکومتي چارواکی وايي، چې دغو کسانو بېلابېل جرمونه لکه وسلوالې غلاوې، جنسي تېري، وژنې او ترهګزيز بريدونه کړي وو.

شاوخوا درې مياشتې مخکې د دې ولايت د سيداباد په ولسوالۍ کې هم د موټر بم له لارې په ځانمرګې بريد کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله او درانه مالي زيانونه واوښتل . 

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.