ميمنه (پژواک ١٠ ليندۍ٩١): د فارياب چارواکي وايي، چې پوليسو دوه داسې کسان نيولي، چې د يوې پېغلې نجلۍ د تښتوونې هڅه يې کوله.
د فارياب امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل د ليندۍ په ١٠پژواک خبري اژانس ته وويل، يوه ١٧ کلنه نجلۍ ، چې له کوره د ښوونځي پر لوري روان وه، دوو وسلوالو غوښتل، چې ياده نجلۍ په يوه کرولا موټر کې وتښتوي.
د هغه په وينا، د تښتونې پر مهال يادې نجلۍ چيغې وکړې ، چې له دې سره سم پوليس سيمې ته ورسېدل او ياد کسان يې ونيول.
د ملاخېل په وينا، له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې پيل شوې دي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن