ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې يو سوداګر ووژل شو

په کندوز کې يو سوداګر ووژل شو

author avatar
6 Dec 2012 - 12:27
په کندوز کې يو سوداګر ووژل شو
author avatar
6 Dec 2012 - 12:27

کندوز، هرات : ( پژواک ۱۶ ليندۍ ۹۱): په کندوز ولايت کې يو سوداګر له تښتولو وروسته ووژل شو.

د سمنټو دغه سوداګر محمد صادق نومېده او دلوی اختر په څلورمه  دکندوز ښار له شير خان بندر څخه وتښتول شو ، چې جسد يې اوس دابدان دښتې په غونډيو کې وموندل شو .

د حاجي ګل ولي په نوم يوه سوداګر پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه سوداګر د کندوز  د مرکز په خاک کني سيمه کې ژوند کاوه او تاجکستان هېواد ته يې د سمنټو د ليږد سوداګري کوله .

هغه زياته کړه ، چې محمدصادق  په مرميو ويشتل شوی او له چا سره يې شخصي دښمني نه درلوده .

د شيرخان بندر يوه بل سوداګر محمد افضل وويل ، چې دا ډول پېښې د سوداګرو او شخصي متشبثينو په فعاليت منفي اغېز لري او ددې لامل ګرځي ، چې هغوی پانګې اچونې ته زړه ښه نه کړي.

هغه زياته کړه : (( پوليس بايد په دې اړه جدي تدا بير ونيسي .))

 خو دکندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني ، ددغه سوداګر د وژنې دپخلي ترڅنګ وويل :(( موږ هر وخت هڅه کړې ، چې دهېواد د ملي سوداګرو امنيت وساتو .))

د حسيني په وينا، چې تېره اونۍ پوليسو په کندوز کې يوه داسې څلور کسيزه ډله نيولې ، چې دملي سوداګر  جاويد الهام او دکندوز ديوې ښځينه ډاکټرې د زوی په تښتولو کې يې لاس درلود. دغه دوه کسان څه موده وړاندې دپوليسو دعملياتو په پايله کې له تښتوونکو را خلاص شول .

بلخوا په هرات ولايت کې يو سرحدي پوليس افسر  ووژل شو.

د لوېديځې حوزې د سرحدي پوليسو رييس ارکان  سمونوال ګل آغا الهام  وويل ، چې محمد هاشم تېر ماښام ددوو موټر سايکل سورو  وسلوالو لخوا په غوريان ولسوالۍ کې ووژل شو او د څلورم سرحدي زون په قوماندانۍ کې يې دنده درلوده .

ده وويل، چې بريدګر تښتېدلي او پوليسو يې  دنيولو هڅې پيل کړې دي .

ديوه بل خبر له مخې ، په هرات کې يو ماين اېښودونکی ووژل شو .

په هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال نجيب الله نجيبي وايي ، چې په رباط سنګي ولسوالۍ کې درې ماين اېښودونکو د ملي اردو په ورتلو دتېښتې په حال کې و ، چې  يو يې په ډزو ووژل شو او دوه نور يې ټپيان شول .

هغه زياته کړه ، چې د امنيتي سرتېرو دله منځه وړلو په نيت ، دغه ايښودل شوی ماين دملي پوليسو له لوري شنډ شو .

رباط سنګی ولسوالۍ له ترکمنستان او بادغيس ولايتونو سره ګډه پوله لري ، سيمه ييز  چارواکي وايي ، چې له بادغيس ولايت څخه ورته  وسلوال مخالفين د ورانکارو کړنو لپاره ور اوړي .

وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.